د کښتیو امنیت لپاره به په راتلونکو څو اونیو کې نړیوال ائتلاف جوړ سي

د کښتیو امنیت لپاره به په راتلونکو څو اونیو کې نړیوال ائتلاف جوړ سي

امريکا غواړي چې د فارس خليج د کښتيو د ساتنې او امنيت لپاره يو نړيوال ائتلاف رامنځ ته کړي.
يو امريکايي جنرال مارک میلي چې د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیزۍ څوکۍ ته نومول سوی دا خبره پرون د دې هېواد د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته وکړه.
د جنرال میلي په وینا، ممکن په راتلونکو څو اونیو کې دا نړیوال ائتلاف جوړ شي.
د کښتیو امنيت وروسته له هغه له خنډ سره مخ سو چي څو ورځي وړاندي دوه تيل وړونکي کښتۍ و سوځول سوې همدا شان تيره بريتانيا وويل چې ايران په هرموز تنګي کې غوښتل ددوی يوه تيل وړونکي کښتۍ و دروي خو پر وخت يې مخ نيوی سوی
بريتانيا ويلي چې د ايران له لوري بريد کوونکي کښتۍ د سپا پاسداران ډلې وې



t