راشد خان د کرېکټ ملي لوبډلمشر وټاکل شو

راشد خان د کرېکټ ملي لوبډلمشر وټاکل شو

راشد خان د ملي لوبډلې د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکی راشد خان د ملي لوبډلې د درې واړه فارمټونو نوی لوبډلمشر وټاکل شو او همدا راز اصغر افغان ورسره بيا د مرستيال لوبډلمشر په توګه غوره شو. دا خبرې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي عزيزالله فضلي په خبري ناسته کې وکړې.

تر دې مخکې ګلبدین نايب د کرېکټ ملي لوبډلې مشر وو چې د کرېکټ په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې يې یوه لوبه هم ونه ګټله.

د خلکو لخوا پر ګلبدین نایب او کرېکټ بورډ نيوکې هم ډېرې وې.



t