افغان ماشومانو سره خواخوږي؛ په اړه يې نندارتون پرانيستل شو

افغان ماشومانو سره خواخوږي؛ په اړه يې نندارتون پرانيستل شو

پوهنې وزیر په شتون کي د یادونو نړیوال نندارتون پرانسته/د امریکايي ځوانانو له لوري د افغان ماشومانو انځورونه رسمول د خواخوږي له پيغام سره

د یادونو نړیوال نندارتون د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کي پرانستل شو.

دا نندارتون چي تیره ورځ مه نیټه د کابل ښار رابعه بلخي لیسه کي پرانستل شو؛ پوهني وزیر د افغان ماشومانو سره د امریکايي ځوانانو د خواخوږي له امله مننه وکړه او د دي نندارتون پیغام يي د هنر په ژبه له نورو هیوادونو سره د میني او ملګرتیا وده ورکول وښودل.

تمیم همکار د پارسا موسسي (افغانستان کي د څارندوي ملاتړکوونکي) استازي د دي نندارتون په پرانسته کي وویل چي د یادونو نندارتون یو نړیوال نندارتون دي چي د دي پروګرام په چوکاټ کي امریکايي ځوانان د جنګ ځپلو هیوادونو له ماشومانو سره د ماشومانو څيرو رسامي له لاري خپله مینه او ملګرتیا ښکاره کوي.

تمیم همکاري وویل چي امریکايي ځوانانو د دي پروګرام په چوکاټ کي د کابل او د هیواد له یو شمیر ولایتونو څخه د ۲۶۰۰ افغان زده کوونکو څيري رسم کړي دي.




t