راځئ دا هم ومنو / سميع سيرت

راځئ دا هم ومنو / سميع سيرت

راځی دا هم ومنو.

اصغر او محمد نبي يو له هغو لوبغاړو څخه دي چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي له پيل څخه له ملي لوبډلي سره دي.

دا نه پټېدونکې ده او دا به هر هيوادوال مني چي اصغر او محمد نبي د افغانستان لپاره او لوبډلي لپاره سختۍ او زحمتونه يې ګاللي.
هيواد ته يې وياړونه راوړي دي، نن چي موږ بشپړ غړيتوب لرو، د دې لوبغاړو رول پکښي زيات دی.

محمد نبي عيسی خېل د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ اصغر افغان راشد خان او نورو پخوانيو لوبغاړو په لوبډلمشرۍ کي لوبيدلی.
محمد نبي پخپله ‌هم لوبډلمشر پاتي سوی او سخت حالتونو يې تير کړي.

اصغر مخکي د نورو لوبغاړو تر مشرۍ لاندي لوبي کړي موږ يې د ښو لوبو شاهد پاتي سوي، دا که ښه لوبغاړی دی او که بد دا قضاوت زه نسم کولای بلکي تاسو به يې کوی.

راځی دا وپوښتو چي ولي تر نړيوال جام مخکي اصغر او يا هم محمد نبي د افغانانو په احساساتو لوبي ونکړې ولي د خپل هيواد سره خيانت ونکړ چي دا نړيوال جام کي يې وکړی.

دې موضوع تر شا ډيري خبري سته.

عاطف مشعل او فضلي هغه دوه کسان وه چي يو بل يې په غلاوو شراب خښوونکو او هره بلاوو تورن کړه.

عاطف مشعل چي بورډ ته راغی فضلي يې جواب کړی له بورډ څخه، فضلي د هغه په وړاندي کنفرانسونه ورکړه، فېسبوک باندي پوسټونه ويډيو ګاني او ډول ډول کارونه وسوه چي دواړه يو د بل سخت خلاف سوه.

د دې کشمکشونو منځ کي فضلي بيرته بورډ ته راغی، د مشعل په وړاندي نورعلي ځدران راپورته سو، پوهيږی دا لوبغاړی خپله نه بلکي د چا په لمسون را پورته سو او د مشعل له لاسه د ادارې واک ووتی.

هغه نورعلي ته د امتياز په خاطر نړيوال جام کي د لوبولو موقع ورکړل سوه، مګر يوه لوبه کي له خرابي لوبي وروسته بيا وه نه لوبول سو.

فضلي چي صحنې ته راغی د مشعل ټول کسان يې ختم کړه، دا چي راشد نبي اصغر له مشعل سره ښې اړیکي لرلې او فضلي بيريدی چي زما د غورځولو لپاره به دا کسان مشعل استفاده کړي نو په همدې خاطر يې اصغر له لوبډلمشرۍ څخه لري کړ.

کنه نو د اصغر په لوبډلمشرۍ کي خو خاص بدي نه وه، بلکي خبره د موقف چي له لاسه يې وه نه وځي نو اصغر يې لري کړ.
فضلي د دولت احمدزي په مشوره ګلبدين نايب چي يو له بې طرفه لوبغاړو څخه وو صحنې ته راويست او غوښتل د خپل شخص په توګه يې استفاده کړي.

مشعل چي دا حالت وليدی نبي راشد او اصغر باندي يې زور وکی چي دا وه نه مني په نبي او راشد يې ټويټونه وکړه چي ارګ څخه مرسته وغواړي، مشعل دا اور بل ساتی ساتی دا چي ولسمشر ورته د بورډ د غړي په توګه دنده ورکړه.

بيرته مشعل خپلو اهدافو ته ورسېد، مشعل هغه لوبغاړي چي پخپله ګټه استفاده کړي وه نن يې له هغوی څخه دفاع وکړه.

ګلبدين چي فضلي استفاده کړی وو نن يې د بې وسی په خاطر ورته لاس ايله کړ، ګلبدين خوار بيرته عادي لوبغاړی سو.

دلته خبره دا ده چي تر ننه نبي اصغر راشد له هيواد سره خاين نه وو، نو نن څنګه داسي سوه.
د راشد هر يوه بال ته موږ خوشحالي کړې راشد موږ په نړۍ پېژندلي يو، راشد د افغانستان په نوم د نړۍ په ليګونو کي لوبيدلی او له هر بال سره يي د افغانستان نوم ياد سوی.

اوس د دې ټولو مرداريو ځاله او جوړوونکي مشعل او فضلي دي صرف صرف صرف د چوکۍ لپاره غلا لپاره بهرني سفرونو لپاره خېښ او خاله ځایولو لپاره.

لوبغاړي صرف او صرف د بل په لمسون په ځيني وختونو کي د مجبوريت له امله نڅيږي.

بلخوا دا ټول مشکلات له ارګ څخه را پيل دي چي داسي يوه اداره يې چي د ملت احساسات او خوشحالۍ ورسره تړلي دي داسي کسانو ته په لاس ورکړې ده.

بورډ هغه وخت سميږي چي دا نا اهله ورڅخه ووځي.



t