پکتیا او لغمان کې د چاودنو مخنیوی وشو

پکتیا او لغمان کې د چاودنو مخنیوی وشو

د افغانستان په دوو ولایتونو پکتیا او لغمان کې د دریو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پکتیا امنیه قومندانۍ پولیسو تیره ورځ دوه حلقې ماینونه چې د طالبانو له خوا ځای پرځای شوي ول، له منځه یوړل.

دا ماینونه د پکتیا د احمدابا ولسوالي اړوند سیمه کې کشف او خنثی شوي دي.

همداراز د لغمان د امنیه قومندانۍ پولیسو یوه حلقه ماین کشف او له منځه وړی دی.

دا ریموټ کنټرول بم و چې د لغمان مرکز قلعه فتح اړوند سیمه کې ځای پرځای شوی و.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ماین هم د طالبانو له لورې ځای پرځای شوی و.

 

 


ماینونه، لغمان او پکتیا
t