پر سوناکشي د دوکي تور؛ پولیسو يي کور محاصره کړی و

پر سوناکشي د دوکي تور؛ پولیسو يي کور محاصره کړی و

هندي رسنیو ویلي دي چي د بالیووډ د نوموتي او ښکلې سېنمايي ستورې سوناکشي سينها کور د يو پي پولیسو له لوري محاصره سوی و، پولیسو وروسته له هغه د سوناکشي کور محاصره کړ چي یو شخص پر هغې د دوکې قضیه پرانیستل.

سوناکشي د هندوستان د پارلمان د یو غړي شاتروگان سینها چي د هندوستان پخواني سېنمايي ستورې هم دی لور ده. د یو پروګرام د تنظموونکی له لوري په ۲۰۱۸ م کال کي په اتراپردیش ایالات کي پر نوموړې د دوکې تور هغه مهال پوري سو چي هغه يي په یو پروګرام کي د اجراء لپاره بللي وه، خو سوناکشي ورغلې نه وه.

 د جوهو پولیسو هم دا منلې ده چي د سوناکشي کور ته د قضیي د معلوماتو او پوښتنو لپاره ورغلی وه، تر څو ور سره په یاده قضیه کي مرسته وکړي، خو په وینا یي سوناکشي په خپل کور کي نه وه او پولیسو دا هم ویلي دي چي بیا به هم د هغې کور ته د معلوماتو لپاره ورسي.

د سوناکشي ویاند بیا رسنیو ته ویلي دي چي پر سوناکشي تورونه بي بنسټه او جعلي دي. هغه زیاته کړې چي هغه (Khandaani Shafaknama’ and ‘Mission Mangal’) فلمونو او د سلمان خان سره په (Dabangg 3) فلم کي د کار لپاره پر تمریناتو مصروفه ده.



بالیووډ فلمي نړۍ
t