د نړۍ اسمان څکه ودانۍ؛ یو کیلو متر اوږدوالی به ولري

د نړۍ اسمان څکه ودانۍ؛ یو کیلو متر اوږدوالی به ولري

په نړۍ کې تر ټولو اسمان څکه ودانۍ چې يو کيلومتر اوږدوالی به ولري د ۲۰۲۱ کال په شاوخوا کې به د سعودي په جده کې ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

دا ودانۍ Kingdom Tower نومېږي که ځه هم لومړی پلان دا و چې يو مايل يا ۱۶۰۹ متره لوړوالی به ولري خو د خاورې له ټېسټ وروسته يې يو کيلو متر ته را کوچنۍ کړه د‌ ډیزاين او جوړولو چارې يې AS+GG امريکايي کمپنيو پر غاړه دي، له ټکه پوکه مصرف سره به شاوخوا شل زره ميليونه ډالر لګښت پرې راشي. او دا به د متحده عربي اماراتو له برج خليفه څخه ۱۷۵ متره لوړ وي.

د پېغمبر حديث دی چې د قيامت د رانږدې کېدو له نښو يوه نښه دا هم ده چې پښې لوڅي ، او بې جامو عربان شپانه به د سترو سترو ودانیو په جوړولو کې له يو بل سره مقابلې کوي.
وإذا رأيت رعاء البهم يتطاولون في البنيان فذاك من أشراطها

نوراحمد عايل



معلوماتي، له نړۍ، اسمان څکه
t