پاکستان د پینځم نسل انټرنیټي خدمتونه پیلوي

پاکستان د پینځم نسل انټرنیټي خدمتونه پیلوي

د پاکستان حکومت مخابراتي شبکو ته امر کړی، چې د خپلو انټرنیټي خدماتو کچه پينځم نسل یا ۵g ته لوړ کړي.

د دغه هېواد د ټیکنالوژۍ ادارې ویلي، چې دا ګام باید زر واخیستل شي او خلک له ترټولو چټک انټرنیټ څخه برخمن شي.

پاکستان تردې مخکې هم له غوره انټرنیټي خدمتونو برخمن و.

چارواکي وایي دوی به په سویلي اسیا کې لومړني خلک وي، چې هېوادوالو ته یې ترټولو پرمختللي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي.




t