د مدرسې طالب علمانو ته قرانکریمونه ورکړل شول

د مدرسې طالب علمانو ته قرانکریمونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د مدرسو طالب علمانو ته قرانکريمونه ورکړل شول.

دا قرانکریمونه په کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست ورکړل.

د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني خوښي وښوده، چې حج اوقافو رياست مدرسو ته د پاملرنې په لړ کې داځل پر طالب علمانو د الله ج مبارک کتاب قران عظیم الشان وېش پيل کړ.

ده مدرسو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي رحماني وویل چې د حج او اوقافو ریاست او اړوندې ادارې دې له دوی سره د مدارسو اړوند ستونو کې لازمه همکاري او لاسنیوی وکړي.

په وروستیو کې خلک او شنونکي ټینګار کوي چې مدرسو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. همداراز له حکومته په وار وار غوښتل شوي چې نا رسمي مدرسې راجستر او تر تعقیب لاندې ونیسي، خو تر څنګ په دې هم ټینګار کوي چې ټولو مدرسو ته دې ځانګړې بودجه پام کې ونیول شي، څو هم په ښه ډول خدمات وړاندې کړي او هم د بیرونیو له نفوذه خونده وي.

 

 


قرانکریمونو ویشل، کوټ
t