مچلغو کې د جنګ لامل – بختیامرجان بختیار

مچلغو کې د جنګ لامل – بختیامرجان بختیار

مچلغو کې ځکه جنګ دی، چې هلته د برېښنا بند دی.

دلته د روانې جګړې ستره موخه همدا ده، چې د هر هغه کار په مقابل کې خنډ شي، چې د افغان انسان د خیر ښېګڼې اراده پکې وي.

ما چې څومره فکر کړی، اکثر وختونه په افغانستان کې دوه ډوله جغرافیو کې جګړه کیږي یا له همدې جغرافیو جګړه کیږي: یو هغه چې د وولس شعوري او فکري کچه یې تر نورو ډېره خرابه وي، بل هغه چې مهم او د افغان انسان د ژوند د ښه کېدا لپاره ستراتیژیک او مفید ځایونه وي.

که د پکتیا مچلغو بند باندې جګړه ونه شي، ښایي ښاغلی غني د پکتیا دې کار ته دا وار کش ورکړي؛ ځکه غواړي چې پکتیاوال پر ځان رامات کړي او که دا بند جوړ شو، پکتیا به وځلیږي، چې د پکتیا ځلیدل د پاکستان په تور تندي کې ګونځې راولي. 

جګړه د جلغوزیو سیمو کې ده، د ورېښمو د لارې په اوږدو کې وه، د مچلغو په بند ده او په هغو سیمو کې ده، چې خلک یې د نړۍ روانو جګړو ته د کفر او اسلام له نظره ګوري او دا نظر هم د دوی نه، بلکې ورکړل شوی دی. دا هغه خلک دي، چې د مجاهدانو له دورې ور هاخوا تاریخ یې لوستلی بیخي نه دی، چې پېژني یې هم نه، په کومو چې تېر شوی، هغه یې هېر کړی دی، دې خلکو ته د پېنځه زره کلن تاریخ شعار نه، د ۲۵ کلن تاریخ خبرې وکړئ، که ډېر در ښه شم، نو تر ظاهر شاه او نادرخان به یې ها خوا نه بیایې، که د غازي امان الله دوره یې یاده وای، له داسې تکرار سره مخ کېدو؟


مچلغو کې جنګ
t