يو جالب حکايت، په لوستلو به يې پیښمانه نشئ!

يو جالب حکايت، په لوستلو به يې پیښمانه نشئ!

يو سړی له کاره ستړی کور ته راغی، ګوري چې مېرمن يې ناسته ده او ژاړي ، مېړه يې ترې وپوښتل: ولې ژاړې څه خبره ده؟
مېرمن يې وويل: کله چې په کور کې يوازې يم او پوره پرده مې نه وي کړې په ونه کې ناستې مرغيو دواړه سترګې په ما کې خښې کړې وي او بس ماته ګوري، هسې نه چې ګناه لري او ګناهکاره شم.
مېړه يې د حيا او خدای له وېرې مېرمن په ټنډه مچو کړه ، تسلي يې ورکړه، تبر يې را واخيست ونه يې په بېخ کې پرې کړه چې بيا يې مرغان د مېرمنې بې حجابي ته ونه ګوري.
يوه اوونۍ به لا نه وه وتلې چې مېړه يې يوه ورځ د نورو ورځو په پرتله له کاره وختي کور ته راځي، ګوري چې مېرمن يې له پردي سړي سره پرته ده.
مېړه يې غلي له کوره د خپلې اړتيا سامان راټول کړل او بېخي د ټول عمر لپاره له ښاره ووت.
يو لرې ښار ته ورسېد چې خلک يې د پاچا په ماڼۍ راټول شوي دي ،ګڼه ګوڼه او هی و هوی دی. له خلکو يې د دومره ډېرې راټولېدا علت وپوښت.
ورته وویل شول چې د پاچا د سرو زرو خزانه چا غلا کړې ده.
په دې منځ کې يو سړی راښکاره شو چې شنه چپنه يې اغوستې او د ګوتو په سرونو روان دی
سړي وپوښتل دا لا څوک دی؟
ورته وویل شول چې دا د ښار تر ټولو دينداره شېخ دی او ددې لپاره چې خدای مه کړه مېږتانه يې تر پښو لاندې نشي مازې د ګوتو څوکې لګوي.
سړي وويل: په خدای غل مې پيدا کړ، ژر مې پاچا ته ور ورسوئ چې غل ور وښيم.
پاچا ته يې چې ور وست ورته ويې ويل د ښار شېخ د تا د سرو زرو خزانه پټه کړې ده.
شېخ ونيول شو، له تحقيقونو او پوښتنو وروسته يې په غلا اقرار وکړ .
پاچا بيرته سړی راوغوښت چې څنګه پوه شوې چې شېخ غل دی؟
سړي وويل: تجربو راښودلې هر څوک چې په احتياط، افراط او د مسئلو او فضيلتونو په بيانولو کې زياده روي او له حده ډېره اضافه کاري کوي نو پوه شه چې د خپلو جرمونو او بديو د پټولو لپاره سرپوښ جوړوي.

نور احمد عایل


جالب حکایت هر اړخیز او معلوماتي
t