د ایډز د تداوۍ لپاره نوي درمل ازمایل کیږي

د ایډز د تداوۍ لپاره نوي درمل ازمایل کیږي

د Johnson & Johnson امریکايي شرکت په پام کې لري چې په نیږدې راتلونکي کې د ایډیز یا (HIV) پر ضد نوي واکسین وازمايي.

د Johnson & Johnson مرکز ویاند تائید کړې چې دا واکسین د Janssen درملو جوړولو مرکز له لورې جوړ شوي دي.

دا درمل جوړونکی مرکز د امریکا د Johnson & Johnson امریکايي شرکت پورې تړلی مرکز دی.

یاد واکسین به په څو هیوادونو کې و ارزول شي، څو معلوم شي چې د ایډز پر ضد څومره کار کولی شي.

امریکا، مکسیکو، پیرو، ارجنټاین، ایټالیا، هسپانیه او پولنډ هغه هیوادونه دي چې پام کې ده دا نوي واکسین په کې د ازموینې لپاره تر مطالعې او ازمیښت لاندې ونیسي.

ایډز یوه خطرناکه ناروغي ده چې له یوه انسانه بل ته لیږدول کیږي او د  انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

 

 


نړۍ، د ایډز پر ضد درمل
t