پخوانۍ ستورې هیما مالیني؛ د فلمونو تولید ته مخه کړه

پخوانۍ ستورې هیما مالیني؛ د فلمونو تولید ته مخه کړه

د بالیووډ نامتو او ښکلې پخوانۍ ستورې هیما مالیني د فلمونو تولید مخه کړي ده. مالیني د بالیووډ د پخوانیو نوموتو او ښکلو سېنمايي ستورو څخه ده چي په زیاتو هندي فلمونو کي يي کار کړي دي. مالیني د بالیووډ په تاریخ کي د ډېر موثریت لرونکو ښځينه ستورو څخه شمیرل کېږي.  پس له دېره وخته اوس ویل کېږي چي هغه د (میتي )په نوم یو پنجابی فلم تولیدوي.

(میتي) فلم د پنځه ځوانانو کیسه ده چي په پنجاب کي د ترهکرو او مخدره موادو د قاچاق کوونکو په ضد کار کوي. مالیني وايي د یاد فلم کیسه هغه څه بیانوي څه چي نن ورځ په پنجاب کي تېریږي.  د یاد فلم د ډایریکټري چاري د حردی شیټي په غاړه دي.

مالیني وايي:(( زه ډېره خوشحاله یم چي د یاد فلم سره یو ځاي کېږم. د یاد  فلم کیسه نه یوازي داچي الهام بخښونکي ده، بلکي پر هغه څه راڅرخي څه چي نن ورځ په پنحاب کي پیښېږي.))

د هیما مالیني د ځواني انځورونه

بل طرف د فلم ډايرکټر شیټي ویلي دي: (( د فلم کیسه د (بابرز) په نوم د پنځو شیخانو ده چي د هیواد لپاره مبارزه کوي او خپل ځانونه قربانوي، دا فلم به راتلونکي نسل ته الهام ور وبښي. د یاد فلم په جوړولو به زموږ هڅه دا وي د هغوي د شجاعت ستاینه او احترام وکړو.))

د یاد فلم مرکزي رول لوبونکي کسان (Kuljinder Sidhu, Japji Khaira, Jagjeet Sandhu and Nishawn Bhullar) دي، فلم به د اکسټ د میاشتي پر ۱۳ م نیټه خپور سي.

هیما مالیني د بالیووډ د پخواني سېڼمايي ستورې درمندر میرمن او د سندیول، بابیدیول، ایشا دیول او اهانا دیول مور ده. تر سېڼما ورهاخوا مالیني د هندوستان د بهاراتیا جاناتا ګوند(‌BJP) غړيتوب هم لري.


بالیووډ فلمي نړۍ
t