د ترافيکي پېښو د مخنيوي اساسي حللاري څه دي؟

د ترافيکي پېښو د مخنيوي اساسي حللاري څه دي؟

انجنير عبدالحی کاکړ يو تن مدني فعال

هر کال (يو اعشاريه پنځه ويشت) ميليونه کسان د ترافيکو پېښو له حاديثو څخه وژل کېږي، چي لوی علت يې د عراده جاتو چلولو پر مهال ترافيکي اصول نه مراعتول دي، که چېري پر ترافيکي اصولو باندي ځانونه برابر او عملي کړو، د ترافيکو پېښو زيات مخنيوی به سوی وي، چي يو څو مثال يې زه لاندي ذکر کوم:

زياتره وخت موټر چلوونکي د موټر چلولو پر مهال تليفوني خبري کوي، پيغام ليکي، خوراک، مطالعه او يا هم مجلس کوي، چي ډېر کله له پورته ذکر سوو عملونو په نتيجه کي ترافيکي پېښي رامنځ ته کېږي. نوي ځوانان چي اکثره وخت له ترافيکي پېښي سره مخامخ سوي وي، لوی لامل يې د دوی بې پروايي وي، د موټر چلولو پر مهال، يا هم تېز موټر چلوي، يا هم د کمرې له لاري عکسونه، سلفي او يا هم په فېسبوک کي لايف راتلل وي، چي بايد موټر چلوونکي چي اشټرينګ ته ناست وي بايد د پورته ذکر سوو کارونو څخه جدا ځان وساتي. په تېز سرعت باندي د موټر چلول، کله چي په ترافيکي لوحو کي د سرعت اندازه درته وښودل سي بايد پر همهغه اندازه سرعت باندي موټر وچلول سي، اوس خو په کندهار ښار کي ځوانانو ته نوي نوي موټران لکه مارک ايکس، ټوډي… تيز رفتاره موټران په لاس کي وي، چي د کندهار ښار سړکان د دا ډول موټرانو د سرعت لپاره کافي نه دي چي بايد په ډېر کم سرعت سره موټر وچلوي او په ټاکلي سرعت سره موټر وچلوي. دا چي کندهار ښار فعلا د ترافيکي برقي اشارو څخه د برخمن کېدو په حال کي دی، چي د ترافيکو پېښو د ګراف په ټيټوالي کي يې لږ څه همکاري کړې ده، بايد دغه درې رنګه زرغونه، ژړه او سره رنګ اشاره ټول عراده جاتو (چلوونکي) مراعت کړي. په آخر کي يوه خبره بله، که چيري ترافيکي اصول مو نه وي ايزده بايد د ترافيکو رياست ته مراجعه وکړو او د يو لنډمهال کورس زده کړي وروسته  به د لايسنس  او عراده جاتو چلولو داصولو څخه برخمن سوي ياست.

سردار ولي سرحدي ليکوال

لومړی د ټاټوبي اوونیزي درنو لوستونکو ته سلام، درنښت او ادب وړاندي کوم، په دې هیله چي دا کال مو د سولي تر نامه لاندي د خوښیو او نیکمرغیو کال وي، په دې هیواد کي د جګړې د اوږدېدا تر څنګ د ترافیکو پېښو له امله هم په لوړه کچه قرباني زموږ هیوادوال ورکوي، دا چي ولي یې قرباني زیاته ده، زما په اند، لامل یې د جګړې په کرښه کي د پولچکونو ورانونه او عمومي شاهراه په لوړ کیفیت نه جوړېدنه ده، چي د جګړې لامل و، هره پروژه د لویو لارو د خارجي کمپنیو پر ځای د درېیم لاس څخه تطبیق سوې ده. که د کابل کندهار عمومي شاهراه ته ځیر سو، نو په څه کم لس سلنه به داسي جوړ سوی سړک هغه هم د ښارونو په منځ کي پیدا کړو، چي روغ وي او په ښارونو کي د زیاتو ترافیکي پېښو ثبت نه لرو. جګړې تر دې حده رسولي یو، چي د عام المنفعه او دولتي سکتور دخیله فعالیتونو توپیر نسته، نه دلته ترافیک په امن دی او نه دتله معلم، دلته ډریور هم د تېز رفتار په جرم وژل سوی، چي همدا موټر چلوونکی بیا په ډېرو حالاتو کي د جګړې له پیلیدا په وېره سره موټر په سرعت بیایي او ترافیک د ښاري نقطې څخه بهر نسي وتلای، ځکه دلته جګړه نامالومه ده او مسیر یې مالوم نه دی. د دې تر څنګ د ترافیکو غفلت او د رغوني سکتور تر ډېره ملامت دی، چي د تخریب سویو پولچکونو جوړېدو ته یې پر وخت رسېدګي نه ده کړې او ترافیک د بډو په اخيستلو سره د لیسنس کنترول او یا ورکړه کي معیارونه نه دي پر ځای کړي، په ښار کي شعارونه د رهنمود نسته او نه یې د روزني په برخه کي کوم د پام وړ نوښت کړی دی. همدا جګړه ده، چي له بزګره تر ملا او له موټر چلوونکي تر سړک جوړوونکي یې په رواني مریضۍ اخته کړي او دلته اوس یوه ورځ سړک روغ وي، ولپ هماغه ډریور د بلي ورځي په راتلو سره په ناخبري کي پر ویران سړک ورځي، دا که له لویه سره مو سړکونه معیاري نه دي، ولي د لږ پاته سړکونو په جوړېدلو کي غفلت سوی، نو که په لنډه ووایم، تر ډېره به ملامت ترافیک، د سړک رغوني ادارې لکه فواید عامه او د ټرانسپورټ اداره وي، چي ټول یو د بله دخیل اړخونه دي.

محمدداؤد باور يو تن محصل

زه په دې اړه بايد ووايم، لومړی کم عمره زلمیانو ته باید وسایط ورنه کړل سي، باید د سرغړوني په صورت کي ورته جریمي وټاکل سي. دوهم هغه ځوانان چي په تېز سرعت سره وسایط چلوي باید د موقت وخت لپاره یې وسایط و درول سي او جریمه ورکړل سي. درېیم د لوی لارو لپاره چي د موټر چلوونکي لپاره کوم معیار ټاکل سوی باید معیارونه برابر شخص وي، یعني معتاد شخص نه وي، یا کومه بله داسي عصبي مریضي ونه لري. څلورم د ترافیکو سره باید پولیس همکاري وکړي، ځکه د ترافیکو پرسونل کم دئ، ترافیکي لایټونه چي اوس نسب سوي، تر ډېره چارواکي او دولتي اشخاص دا قوانین نه مراعته وي، باید د ښار په هره ساحه کي چي لایټونه نسب سوي ترافیکي پولیس هلته باید وجود ولري، تر څو سرغړونکي مجازات کړي. په آخر کي د ترافیکي قوانینو، لایټونو او لوحو په باره کي باید دوی په هره ښوونځۍ، پوهنتون او داسي نورو موسساتو کي ورته لنډ لنډ سمینارونه وړاندي کړي، تر څو عامه پوهاوی رامنځ ته سي.

عبدالحی ڈاڈمن مدني فعال

ترافیکي حادثات هغه څه دي چي د جنګ او جګړې په څېر د انسانانو ژوند ګواښي او د انسان د بدن غړي له منځه وړي او فلجوي, دا مهمه ده چي د ترافیکي پېښو مخنیوی وسي او په وړاندي یې شته حل لاري ولټول سي. د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره باید ټول هغه کسان چي موټر چلوي، د موټر چلوني زده کړو تر څنګ عامه پوهاوی ورکړل سي، تر څو هغوی دا درک کړي چي ترافیکي حادثات له یوه اړخه سخت ځاني زیانونه لري او له بل اړخه د اقتصاد له پلوه هم ورته زیانونه رامنځ ته کوي، پر لویو لارو او په ښارونو کي دننه ترافیکي حادثات د موټر چلوونکو د موټر د زیات سرعت او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي، دلته چي لیدل کېږي زیاتره ترافیکي پېښي له دې امله وي، هغه موټر چلوونکي چي پر لویو لارو موټر چلوي باید د مربوطه ارګان لخوا څخه تعقیب او بې احتیاطه موټر چلوونکي د جریمې په توګه مجازات کړي. د ترافیکي پېښو د مخنیوي اساسي حللاري یوازي او یوازي د موټر چلوونکي کم سرعت او زیات احتیاط کول لازم او په کار دي.

محمد ولي زيرک استاد او ټولنيز فعال

انسانانو د خپل ژوندانه موخو ته د رسېدو لپاره ګڼي آسانتياوي چمتو کړي دي. نوموړي آسانتياوي، که د يوه اړخه په پراخه کچه ورڅخه ګټه اخلي، د بل اړخه په يو څه اندازه د هغوی د ژوند او چاپېريال لپاره خطرناک دي. د لېږد رالېږد وسيلې، چي د وړلو راوړلو آسانتيا په غېږ کي لري، کله ناکله د دې سبب هم سي، چي د انسانانو ژوند واخلي او پر هغه سربېره د چاپېريال د هوا د ککړتيا يو له مهمو سرچينو څخه دي. زموږ په هيواد کي هر کال په سلګونه او زرګونه تنه انسانان خپل ژوند د ترافيکي پېښو له امله د لاسه ورکوي، چي تر ډېره يې علتونه؛ د موټر چلوونکو بې احتياطي، په ترافيکي اصولو ناخبري، يو طرفه لويي لاري او د لارو تنګوالی او خرابولی دي. پر دې ټولو سربېره، ناامني هغه لويه ستونزه ده، چي د ټرافيکي پيښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. د لويو لارو موټر چلوونکي هڅه کوي، تر څو د دمې وخت او شپه داسي يوې امن سيمي ته چي هم يې سر او هم يې مال خوندي وي، ورسوي. خو کله چي واټن اوږد او وخت لنډ وي، مالومه خبره ده، چي په ګړندي تګ به د موخي پر خوا روان وي او اکثرأ وژونکي پيښي يې له سببه رامنځته سي. د هيواد فعلي وضعيت ته په کتلو سره د ټرافيکي پيښو د مخنيوي نسبتأ اساسي حل لاري دا دي، چي که شونې وي لويي لاري دي دوه طرفه، پراخي او يا لږ تر لږه دي په بنسټيز ډول و رغول سي او هڅه دي وسي، تر څو د لويو لارو هغه موټر چلوونکي چي کوچني او لوی موټرونه چلوي، د لويو لارو د موټر چلولو په اصولو، د انسان د ژوند په ارزښت او خپل اللهي او ټولنيز مسؤليت پوه سي.

رحمت الله مسلم يو تن استاد

زما په اند، د ترافيکي پېښو موضوع عمومي ده. يوازي زموږ په ټولنه کي نه، بلکي دا د نړۍ په کچه يوه هېښوونکې او ګواښمنه ستونزه ده. د ترافیکي پېښو د حل لپاره باید دولت او عام وګړي یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړي او ټول هغه اساسي لاري چي د ټرافیکي پېښو په مخنیوي کي رول لري ترسره سي، ترافیکي پېښي تصادفي کړني دي چي د خلکو د نه پاملرني له وجهي رامنځ ته کېږي، د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره باید ټول چلوونکي محتاط واوسي او کوښښ وکړي، تر څو ترافیکي پېښي رامنځ ته نه سي، ځکه ترافیکي پېښي کېدای سي د خلکو ژوند واخلي او یا یې سخت ژوبل کړي. په دې وروستیو کپ د يو بنسټ له لوري د يوې سروې پايلي خپرې سوي چي پکي راغلي: په افغانستان کي د جګړې او چاودنو په پرتله د ترافيکي پېښو د قربانیانو شمېره لوړه وه. نو دا يوه جدي ستونزه ده بايد دولت يې په اړه توند تصمیم ونیسي. له عامه پوهاوي رانيولې، تر لارو جوړولو او موټر چلوونکو روزنې ته باید پام وکړي.



ټاټوبی او خلک
t