آيا د قطر اووم پړاو مذاکرات برخليک ټاکونکي دي؟

آيا د قطر اووم پړاو مذاکرات برخليک ټاکونکي دي؟

بسم الله افغانمل د زابل پخوانی والي

عام افغانان سوله غواړي او د سولي د هر ګټور ګام او اقدام ملاتړ کوي، ځکه په جګړه کي تر ټولو زيات زيان عامو افغانانو ته رسېدلی دی او رسېږي. دا چي هره ورځ زموږ په لسګونو او سلګونو هيوادوال وژل کېږي او په شهادت باندي رسېږي، بې شمېره بچيان مو بې پلاره کېږي، خوېندي مو بې وروره کېږي او مېندي مو ژړول کېږي، چي دا ټول عام افغانان دي. د بدمرغي رواني جګړې له کبله عام افغانان له بېکارۍ او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، که په کليو او بانډو کي چي بمباري کېږي، په ښارونو کي قتل عام کېږي، دا ټول عام افغانان دي. بنأ په نهايت کي د جګړې تر ټولو ستر قربانيان عام افغانان دي. په همدې اساس، عام افغانان د سولي په تړاو د هر ډول هلو ځلو او کوښښونو څخه ملاتړ کوي، ځکه له جګړې څخه ستړي او زيانمن دي. د سولي په اړه وروستيو هلو ځلو ته هيله مندي زياته ده، په ځانګړې توګه د قطر هيواد په دوحه کي روانو خبرو اترو ته. د يوه عام افغان په توګه د سولي لپاره د هر هغه اقدام او عمل، چي د يوې سرتاسري او تلپاتي سولي سبب کېږي، ملاتړ کوم. د قطر هيواد په دوحه کي د طالب استازو او خلېلزاد تر منځ خبرو او وروستۍ بين الافغاني ناستي ته اميد لرم، چي د سولي لپاره زمينه برابره کړي. دغه راز له حکومت څخه هم غوښتنه کوم چي له جنګي شعارونو او پر جګړه باندي له ټينګار کولو او د سولي په وړاندي له ستونزو جوړولو څخه ډډه وکړي او د سولي له پروسې سره بايد ريښتني همکاري وکړي.

روزي محمد زابلی د ترنک اخبار مسؤل مدیر

زه فکر کوم چي لا تر اوسه هم په دې اړه دقیق تحلیل او تجزیه نسي کېدلای، ځکه د دغو ټولو پړاوونو مکمل جزیات او معلومات لا نه دي په ډاګه سوي. د مذاکراتو په اړه طالب او امریکایي لوری دواړه د مذاکراتو پر عمومي موضوعاتو ټینګار کوي، خو جزي مسایل یې تر دامهاله رسنیز کړي نه دي، خو زه د مذاکراتو د لومړني پړاو د پیل څخه تر اوسه ټولو پړاوونو ته هیله مندي ښیم. د افغانستان جګړه پرسایشي او استخباراتي ده، معلومه خبره ده چي د دغي جګړې د ختمولو چاره د پېچلو لارو څخه تېره سوې ده، خو یوه لویه ستونزه په طرفینو کي د شرایطو پر سر ټینګار دی، هر سیاسي او ديپلوماتیک مذاکرات په خپل ځان کي څه نرمښت او انعطاف لري، خو د طالبانو او امریکایانو په روانو مذاکراتو کي دا څه نه تر سترګو کېږي، دواړه طرفونه خپلي غوښتني د مېز پر سر جدي نیسي. د روغي جوړي پرنیسیپ دا نه دی چي یو لوری دي هر څه وغواړي، خو د هیڅ شي ورکړي ته دي چمتو نه وي، یا په بل ډول، روغه-جوړه د کیک وېشلو هغه هنر ته وایي، چي هر طرف فکر وکړي چي د کیک لویه برخه یې ترلاسه کړې ده. طالبان او امریکایان دواړه د دیپلوماسۍ او شرایطو په حساس پړاو کي دي، طالبان باید تر هر څه وړاندي د دې ملت بده ورځ او سلو او زرو احتیاجاتو ته په نظر کي نیولو سره د مذاکراتو پر مېز بحثونه پر مخ یو سي او د دې سره په څنګ کي اړینه ده چي ژر تر ژره بین الافغاني تفاهم ته زمینه مساعده سي. په همدې هیله!

شاه اغا اکرمي د سیاسي چارو کارپوه

زما په نظر، د قطر اووم پړاو مذاکرات تر ډېره پوري برخلیک ټاکونکي دي، ځکه چي د افغانانو په نمایندګي يو لوړپوړی پلاوی د قطر پلازمېني دوحې ښار ته رسېدلی دی او هلته مخامخ د طالب استازو سره خبري اتري کوي، چي په دې لیدنه کي مدني فعالان، سیاسي څېرو، ځوانانو… ګډون کړی وو، چي پر بېلابېلو موضوعاتو به بحث کېږي او يوه پرېکړه لیک به صادر کړي، چي نړۍ او نړيوال به هم د دوی د پرېکړه لیک شاهدان پاته سي. تر هر څه مهم زما په نظر، په دې خبرو اترو کي هغه اوربند ته رسېدل دي چي هر څومره ژر امکان لري، نو هغومره ژر بايد دلته دا افغان وژنه بنده سي، خو بیا هم ځیني افراد او اشخاص هڅه کوي چي دا د سولي خبري سبو تاژ کړي او له خنډ سره يې مخ کړي. له بلي خوا دا ځل د امریکا متحده ایالات هم پر دې مذاکراتو باندي ډېر ټینګار کوي، چي هر څومره د ولسمشریزو ټاکنو مخکي یوې هوکړي ته ورسېږي، ځکه د امریکا خاص استازي هم په خپلو څرګندونو کي وویل، چي تر ټاکنو موږ ته سوله مهمه ده، نو موږ هم هیله مند یو چي دا ځل بین الافغاني مذاکرات د لاسته راوړنو څخه ډک وي، خو په دې شرط چي دواړه لوري د پرېکړه لیک پر مادو باندي خپلي هم خرابي وي او موږ ته به د منلو نه وي. له بلي خوا تر ډېره سیاسیون هم هڅه کوي چي په راتلونکي حکومت کي د ځان لپاره موقف پیدا کړي او ځان په یو ډول نه، يو ډول د راتلونکي حکومت شریک وبولي. په دې هیله چي په افغانستان کي یو سرتاسري سوله قایمه سي!

هیلۍ اسد ژورناليسته او سیاسي فعاله

د افغان سولي لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او وسله والو طالبانو تر منځ چي د افغان کشالې د ختمېدو په خاطر بېلابېلي ناستي سوي او دا ځل هم چي د جون پر ۲۸مه نېټه له ډېرو خوشبینیو سره اووم پړاو ته کښېناستل، تر ډېره دواړه لوري خوشبین او له دریځونو نرم ښکارېدل. دا ځل خبري چي تر ډېره کومه ښکاره پایله نه لري، خو هغه مسایل چي جنجالي او له مخالفتونو ډک برېښېدل، اوس پکي د پرمختګ خبره کېږي، دغه مسایل چي په ټوله کي د افغان سولي او بیا د جګړې د دواړو لوریو لپاره مهم دي، په ځینو د صلاح خبره کېږي او ځیني لا هم جنجالي پاتي دي، چي له ډلي يې دا موضوعات په ګوته سوي: له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتل، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د ښکېلو افغان لورو تر منځ مخامخ خبري او دوام داره اوربند… دا چي په دې موضوعاتو کي د پرمختګ خبره کېږي او دا د دواړو لورو لپاره مهم موضوعات دي او ورسره څنګ کي افغان حکومت د دې خبرو له پایلو خوښ او بیا د زلمي خلیلزاد سفر چین او امریکا ته د مشورې لپاره تلل… نو فلهذا دا خبري برخلیک ټاکونکي ښکاري، خو اوس افغان حکومت ته په کار ده چي د بین الاافغاني خبرو لپاره چمتووالی وښیي او د افغان سولي لپاره یو حسن نیت ښکاره کړي.

جلال یعقوبي لیکوال او ژورناليست ‎

دا چي تازه په قطر کي بین الافغاني مذاکرات پای ته ورسېدل او پر یو شمېر مسایلو هوکړي وسوې، خو لا هم ‌‌‌‌‌‌‌ډېر بنسټیز مسایل ګونګ پاتي دي. نو له همدې امله به بیا بیا بین الافغاني مذاکرات ترسره کېږي، بناً د سولي مذاکراتو اووم پړاو برخلیک ټاکونکی نه؛ خو هیله بخښونکی دی. ‎د معلوماتو له مخي، د سولي اووم پړاو مذاکراتو ‌‌‌‌‌‌‌ډېر تمرکز به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش ورټول وي، تمه دا ده چي په دغه ناسته کي دواړه لوري پر یو ټاکلي مهالوېش هوکړي ته ورسېږي چي دا به د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکې ناسته ‌‌‌‌‌‌ډېره آسانه کړي. دې دلایلو ته په کتو سره کېدای سي چي د سولي مذاکرات اتم پړاو ته هم لاړ سي او ښايي چي هغه ناسته بیا برخلیک ټاکونکې وي.

منوراحمد واحدي سیاسي شنونکی

زما په نظر، د طالبانو، امریکایانو او افغان مرکه چیانو تر منځ چي په اوسنیو پړاوونو کي چي کومي خبري سوي دي، نو افغان ولس یې تر ډېره هیله مند کړی دي، چي اوبند او سوله به کېږی. د امریکا او طالبانو تر منځ د اووم پړاو خبري، د نورو شپږو هغو پړاوونو په نسبت مهمي او سرنوشت سازه ښکاري؛ ځکه د دې پړاو تر پیل مخکي د دواړو خواوو خوشبینۍ څرک لیدل کېږي. د دې خبرو تر پیل فقط څو ورځي مخکي کابل ته د امریکا لوړپوړي چارواکي راغلي وو او دلته یې بیا د حکومتي چارواکو په ګډون د هغو سیاسي څېرو سره لیده کاته وکړه چي هغه د طالبانو سره په بین الافغاني ناستو کي مهم رول لوبوي، چي دا هم ښایي د امریکا او طالبانو د روانو خبرو سره تړاو ولري. نو په عمومي ډول که د اووم پړاو خبرو نه مخکني حالات وارزوو، د امریکایي او طالب چارواکو خبرو ته په دقیق ډول سره متوجه سو او تېرو شپږو پړاونو ته وګورو، نو په ښکاره ویلای سو چي اوبند او سوله به کېږي او که چېري اووم پړاو خبري هم بې له کومي نتیجې پای ته ورسېږي، نو ممکن طالبان له امریکایانو سره د خبرو روانه لړۍ ودروي او تجدید نظر ورباندي وکړي، خو که د امریکا حالاتو ته نظر وکړو او په دې برخه کي د امریکایانو فعالیتونه تر څارني لاندي ونیسو، فکر کوم چي امریکا نوره د جنک څخه ستړې ده او غواړي د افغانستان مسئله حل او فصل کړي، ځکه چي د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره بله لاره نسته او همدارنګه امریکا په نورو مسايلو کي هم اخته ده، چي په هغه کي د نه پرمختګ یو علت په افغانستان کي د امریکا بوختیا ده، له همدې امله په پوره باور سره ویلای سم چي اووم پړاو خبري هم د افغان ولس، افغان حکومت، طالبانو او امریکایانو لپاره برخلیک ټاکونکي او دا پړاو يو اینده ساز پړاو و.


ټاټوبی او خلک
t