د قطر مجلسونه او د افغانستان خونړي بريدونه!

د قطر مجلسونه او د افغانستان خونړي بريدونه!

که د سولي خبري بريالۍ کېږي او ددې لپاره وي، چي روانه جګړه ختمه سي، نو ښکېلي غاړي بايد ژر تر ژره له جګړې لاس واخلي، خو د جګړې په پای کي څوک د دښمن سره هم دومره ظلم نه‌ کوي، لکه ښکېل آړخونه، چي يې د افغان ملکي وګړو سره کوي.

د جګړې ښکېل آړخونه باید پوه سي، چي د سولي وروسته له همدې خلکو سره اوسېږي او له همدې خلکو به د سیاسي ملاتړ تمه لري، نو باید د وحشتونو دا روانه سیالي پای ته ورسوي او د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.

اوسمهال خو د جګړې ښکېلي خواوي هممهاله له يوې خوا په قطر کي د سولي د مذاکرات مخ ته بيايي او له بلي خوا په افغانستان کي خپلمنځي خونړيو بريدونو ته زور ورکوي، چي په نتيجه کي يې بېګناه افغانانو ته زيان رسېږي.

د قطر د مذاکراتو اووم پړاو غونډه د رواني جولای میاشتي په ۷مه او ۸مه نېټه د جرمني او قطر په کوربه توب په دوحه کي جوړه سوه، چي د ۸ ماده ييز پرېکړه ليک د صادرېدو پرمهال يې د صادقانه او ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو په پایله کي په افغانستان کي د تلپاته سولي پر شونتيا ټينګار وکړ.

يادي غونډي ته ۶۰ کسان وربلل سوي وه، چي مهمي سیاسي څېرې پکي نه ‌ښکارېدې، وړانديز دادی، کله چي دغسي ناستي کېږي، نو باید مهم او نفوذ لرونکي کسانو ته پکي د ګډون بلنه ورکړل سي، ترڅو هلته د افغانستان د خلکو د یوې کتلې په استازیتوب خبري وکړي.

دې غونډي ته دولتي کسان هم ورغوښتل سوي وه، خو د حکومت د استازو په توګه نه، بلکي د اشخاصو په توګه، دا چي په دغه ناسته کي حکومتي کسانو د دولتي استازو په توګه ګډون ونه سوای کړای، نو ددې او د مسکو د غونډو توپير هم نه‌ سي کېدای.

د طالبانو لخوا د تروريزم سره د مبارزې په برخه کي ضمانتونه وړاندي کول، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او اوربند او بین الافغاني خبري د طالبانو او امریکا د مذاکراتو سرټکي دي.

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي آستازي زلمي خلیلزاد ویلي، چي موافقه باید په دې ټولو څلورو مواردو وسي. خو طالبان بیا وایي، دوی ته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل مهم دي.

په قطر کي د جرمني په کوربه ‌توب د افغان سولي د اووم پړاو مذاکرات داسي مهال ترسره کيږي، چي تراوسه ددغو مذاکراتو تېرو شپږو پړاونو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې او نه هم په هيواد کي روان تاوتريخوالی راکم سوی دی.

د سولي وروستیو هڅو ته په کتو له دغي غونډي هم کومه تمه نه ‌کېږي او یوازي د ځان او ملت د تېر ایستلو هڅه ده. افغانان هره ورځ د افراطیت او ترهګرۍ قرباني کېږي، نو ښکېلي غاړي بايد ژر تر ژره جګړه ودروي او سرتاسري اوربند وکړي.

که څه هم دا غونډه به کومه محسوسه پایله ونه لري، خو خلک همدې ته په تمه دي او غواړي، چي په داسي غونډو سره د افغانانو ترمنځ فاصله راکمه سي او پراخ جوړ جاړي او پخلایني ته لاره هواره سي.

د طالبانو سره د سولي خبري داسي مهال کېږي، چي د هيواد په بېلابېلو برخو کي جګړو زور اخېستی او طالبان د امتیاز اخېستلو په لټه کي دي. نو په دې آساس له دې غونډي هم په دې وجه ډېره تمه نه‌ کېږي، چي د سولي د بین الافغاني خبرو لپاره باید لومړی ذهنیتونه جوړ سي.

د سولي د خبرو په اووم پړاو کي دواړه لوري غواړي ځانونه په پوځي ډګر کي پیاوړي وښيي، خو دا نه ‌ګوري، چي د دوی د بريدونو زيان چاته رسېږي؟

نو د بېګناه او غيرمحاربو ښځو او ماشومانو په وژلو سره زور ښودل نه اسلامي کار دی او نه هم افغاني یا انساني، بلکي د ښځو او ماشومانو وژل د کمزورو، ډارنو او وحشي خلکو کار دی، چي په هېڅ ډول نه‌ سي توجیه کېدای.

له یوې خوا د سولي خبري او د بلي‌خوا دغه ډول خونړي بریدونه هېڅ توجیه نه ‌لري. د قطر د ناستې پر ځای دي د طالبانو پر تمویلوونکو هېوادونو فشارونه زیات سي، ترڅو یاده ډله له جګړې لاس واخلي.

د کابل او غزني وروستيو خونړيو بريدونو ته په کتو که وسله ‌وال طالبان د ملکیانو په وژلو ملامتېږي، نو بهرنیان او حکومت هم پړه دي، چي ولي د عام ولس د سر او مال په خوندیتوب کي پاته راغلي؟

ولس له دواړو لورو قتل عام کېږي، دواړي خواوي په خپلمنځي بريدونو کي ولس ته زيان آړوي او د ولسي وګړو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه‌ کوي.

د دوحې په غونډه کي له طالبانو څخه ددغو بریدونو په اړه پوښتني وسوې او ورڅخه وغوښتل سول، چي د حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو سي، ترڅو په افغانستان کي روانه پردۍ جګړه ختمه سي. خو د غونډي پرمهال د طالبانو دریځ ته په کتو دا تمه نه سي کېدای، چي دغه ډله دي دومره په اسانۍ له جګړې لاس واخلي او سوله دي وکړي.

د قطر ياده غونډه په داسي حال کي ترسره کېږي، چي په کابل، ميدان وردګو او غزني ولايتونو کي د ښکېلو غاړو ترمنځ بریدونه وسول او سلګونو ملکي وګړو ته پکي مرګ ژوبله واوښته، چي زیاتره یې د ښوونځیو ماشومان او ښځي وې.



افغانستان جګړه راپورونه او مرکې سوله قطر
t