د افغانستان-هند خپلمنځي سوداګري؛ هند د چابهار بوديجه راکموي

د افغانستان-هند خپلمنځي سوداګري؛ هند د چابهار بوديجه راکموي

د ایران چابهار بندر هند د ایران له لاري د افغانستان سره وصلوي او له هغې وروسته یې د منځنۍ آسیا او روسیې سره هم نښلوي.

د هند د ماليې وزیري نیرمالاسیترامان ویلي، د چابهار بندر د کلنیو یو نیم میلیار هندي کلدارو بودیجه به ۴۵۰ میلیونه هندي کلدارو ته را ټیټه کړي. هغې ددې لامل په دې بندر کي د پراختیایي چارو ټکنی وضعیت بللی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني هم د هند لخوا د چابهار بندر د مالي بودیجې په کمښت اندېښنه ښودلې ده. هند ويلي، په پام کي لري، چي په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ مېلادي کلونو کي د چابهار بندر بودیجه په سلو کي اویا سلنه راکمه کړي.

اوسمهال د هند او افغانستان کلنۍ خپلمنځي سوداګري یو میلیارډ امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وایي، د هند دا پرېکړه به نه یوازي افغانستان، بلکي هند ته هم زیان ورسوي، ځکه چي هند ددې بندر په سوداګریزه راکړه ورکړه کي ۷۰ سلنه برخه لري.

له دې وړاندي هند ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالره ددې بندر د اسانتیاو لپاره ځانګړي کړي وه.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني ویاند جان اقا نوید ويلي، وروسته له هغه چي د پاکستان هوايي حریم د افغانستان د آلوتنو پر وړاندي وتړل سو، نو د افغانستان-هند سوداګرو سترګي همدې بندر ته سوې.

نوموړي وويل: «د افغانستان لخوا په ځانکړي ډول د سوداګرو له لوري اندېښنه سته، ځکه ټول سوداګر په دې تمه دي، چي د چابهار بندر له لاري به وکولای سي هندوستان ته په آزاد ډول د بېړیو له لاري خپل توکي ولېږي او که يې په بوديجه کي کمښت راسي، نو کېدای سي په راکړه ورکړه باندي هم ناوړه آغېز وکړي.»

د چابهار له لاري افغانستان هند ته وچه او تازه مېوه، د مرمرو ډبري او طبي بوټي لېږدوي، خو هند چي ددې بندر له لاري په سوداګرۍ کي اویا سلنه برخه جوړوي، تر ډېره د برېښنایي توکو راکړه ورکړه کوي.

د ایران د چابهار بندر چي د یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت افغانستان له هند سره نښلوي، شاوخوا درې کاله مخکي د افغانستان، ایران او هند د مشرانو په لاس پرانیستل سو او فعال سو، چي د دريو واړو هيوادونو د ټرانزیت لپاره یوه مهمه پروژه بلل کېږي.

په تېر ۲۰۱۸م کال کي د نومبر پر ۵مه، امریکا پر ایران خپل نوي بنديزونه ولګول، چي تر ټولو سخت بندیزونه وبلل سوه، خو افغانستان او هندوستان ته ځیني ځانګړي استثناوي هم پکي ورکړل سوي وې.

د بېلګي په توګه هند ته پکي اجازه ورکړل سوې وه، ترڅو پر چابهار بندر او ورسره آړوند د اورګاډي پر پټلۍ هم کار وکړي، چي له چابهاره تر افغان پولي وغځېږي.

دغه راز هند او افغانستان کولای سي له ایران تېل وارد کړي.

د چابهار د استثنا په آړه د امریکا لخوا وویل سول، چي د افغانستان اقتصادي پرمختګ، رغنيزو چارو او بشري آسانتیاو لپاره ورته استثنا ورکړل سوه.

خو که د چابهار ستراتېژیک ارزښت ته وکتل سي، نو دا به جوته سي، چي د استثنا تر شا د افغانستان څخه ورهاخوا نور داسي لاملونه وه، چي آمریکا اړه وه استثنا یې کړي.

بل خوا سره ددې چي د ايران سره د امریکا آړیکي ترینګلي دي او ورځ تر بلي ورباندي سخت بندیزونه لګوي، خو بیا هم امريکا مجبوره ده، چي د هند لپاره د چابهار په آړه یو څه نرم دریځ خپل کړي.

ددې لوی لامل دادی، چي واشنګټن غواړي په سیمه کي نوی ډهلی له سیاسي او اقتصادي آړخه د بېجینګ په مقابل کي پیاوړی کړي او چابهار ددغي موخي ترلاسه کولو لپاره ډېر مهم رول لري.



افغانستان راپورونه او مرکې سوداګري هند
t