په بدن کي د اوبو د کموالی علایم،علتونه او درملنه یې

په بدن کي د اوبو د کموالی علایم،علتونه او درملنه یې

په بدن کي د اوبو د کمښت نښي:

د ژبي او خولې وچوالی.

د ژړا په وخت کي په سترګو کي د اوښکو نه راتلل.

د جامو اغوستلو څخه درې ساعته وروسته د خولو پواسطه د هغوی نه لمدیدل.

بې کراري او بې حالي.

د سترګو لاندي برخه پړسیدل او داسي نور…

په ډیر عمر لرونکو خلګو کي یې نښي:

ډیره تنده

خستګي

د سر ګرځیدل

ګنګسیت

د ادرار توروالی

د ادرار لږوالي

په بدن کي د اوبو د کموالي علتونه:

د خولې ډیروالي: په ګرمه هوا کي یا د ورزش په وخت کي کله چي په زیاته اندازه خوله کوئ او اوبه ونه څښئ په بدن کي د اوبو کموالي رامنځته کیږي.

د ادرار ډیروالی: د ادرار ډیروالی کیدای سي په شکري ناروغۍ د اخته کیدو نښه هم وي. خو په بدن کي د اوبو د کموالي سبب هم کیږي.

په ماشومانو کي د اوبو د کمښت د استفراق، تبي او اسهال له کبله رامنځته کیږی.

د پښتورګو ناروغي هم د ادرار د ډیروالي سبب کیږي او بدن د اوبو د کمښت سره مخ کیږی.

استفراق کول: د استفراق کولو له کبله د بدن په زیاته اندازه مایعات او معدنی مواد د منځه ځي.

په بدن کي د اوبو د کمښت درملنه:

په زیاته اندازه اوبه څښل او میوي خوړل په بدن کي د اوبو د کمښت ستونزه کموي.

د ورزش کولو څخه مخکي بهتره ده چي په زیاته اندازه اوبه وڅښۍ.

ماشومانو ته د اسفراق څخه وروسته اوبه ورکول او یا د هغو درملو په ورکولو کي چي د بدن د اوبو د کمښت سبب کیږی کموالي راوستل د اوبو د کمښت ستونزه حلوي.

ژباړه: عایشه عزیزي


روغتيا ليکني او ژباړي معلوماتي
t