له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ټکنالوژۍ د اړتياو د ارزونې ورکشاپ پيل شو

له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ټکنالوژۍ د اړتياو د ارزونې ورکشاپ پيل شو

له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ټکنالوژۍ، د اړتیاوو د ارزونې ورکشاپ پرانېستل شو
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي د چنګاښ په ۲۲ نېټه (له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ټکنالوژۍ، د اړتیاوو د ارزونې) درې ورځنی ورکشاپ پرانېست.
میاد ورکشاپ د ملګرو متلونو د چاپېریال پروګرامUNEP په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی و، چې د سکتوري وزارتونو استازو، پوهنتون استادانو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارېم رئیسانو او کارپوهانو پکې ګډون کړی وو.
په پیل کې ښاغلي صدیقي د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو او مختلفو ابعادو ته اشاره وکړه او ویې ویل: افغانستان هم د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه خوندي نه دی.
وچکالي، سېلابونه، واوره ښويېدنه او د طبيعي کنګلونو ويلې کېدل، زموږ په هېودا کې د اقلیمي بدلون څرګندې نښې دي؛ خو له نېکه مرغه اوسمهال په نړۍ کې له اقليمي بدلون سره د سازښت او د شین کوريزو ګازونو د خپرېدو د مخنيوي لپاره نړيوال مالي میکانيزمونه شته، چې وروسته پاتې او زيان منونکي هېوادونه کولای شي له دې فرصت ګټه پورته کړي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معين هيله مندي وښوده چې د سکتوري وزارتونو استازي وشي کولای د اقليم بدلون سره د سازښت وړ ټکنالوژۍ د پېژندنې لپاره اعظمي ګټه پورته کړي.
په دې ورکشاپ کې، کارپوهانو له اقليمي بدلون سره د سازښت وړ ټکنالوژۍ او له نړیوالو مالي میکانیزمونو څخه د پروژو ترلاسه کولو په اړه خپل مالوماتي پرزینټيشنونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده چې دا پروژه د روان ز کال له اوايلو پیل شوې او تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د کرنې، انرژۍ، اوبو، کثافاتو او له اقليمي بدلون سره د سازښت وړ ټکنالوژيو په برخو کې ولګول شي.




t