د هند دکرکيټ د ښځينه ویکیټ ساتونکې پر ژوند فلم؛ تاپسي يي د رول لوبولو غوښتنه کړې

د هند دکرکيټ د ښځينه ویکیټ ساتونکې پر ژوند فلم؛ تاپسي يي د رول لوبولو غوښتنه کړې

د بالیووډ د (بدله) فلم نوموتي او ښکلې سېنمايي ستورې تاپسي پانو رسنیو څخه غوښتي چي د دې نوم دي د بالیووډ هغه فلم جوړونکو ته چي د هند د کرکیټ د ښځینه کرکیټ کیپري میتالي راج پر ژوند فلم جوړوي ورته وړاندې کړي ، هغه وايي دا به ورته ډېر په زړه پوري او د کرکیټ لوبولو لپاره ورته یو ښه چانس وي.

تاپسي پانو تازه سېنما ته راغلي ده هغه په فلمونو زیات د اکشن په رول راښکاره سوي او په رول لوبولو کي ښه تجربه لري. تاپسي پانو  دا څرګندوني رسنیو ته هغه مهال وکړي چي کله نوموړې په ممبي کي په سرطان د اخته ماشومانو څخه لیدنه کوله. تاپسي د رسنیو سره په نږدي اړیکو هم شهرت لري.

کله چي د تاپسي پانو څخه د یاد فلم په اړه وپوښتل سول. نوموړې په خندا رویه لحجه رسنیو ته وویل: ((که چیري د یاد فلم قرارداد تر لاسه کړم. نو په یاد فلم کي د کرکیټ لوبول به ډېر خوښونکی اوسي، که چیري له تاسو څخه څوک د یاد فلم جوړونکي پېژني، نو لطفآ زما نوم ورته وړاندې کړي، زه په رښتیا غواړم په یاد فلم کي کار وکړم.

پاته دي نه وي چي تاپسي پانو اوس مهال د بوم پنډیکر سره د (Saand Ki Aankh’ ) فلم په جوړولو مصروفه ده.



بالیووډ فلمي نړۍ
t