هغه سړی چې په نيم مغزو يې ژوند کوی

هغه سړی چې په نيم مغزو يې ژوند کوی

متقاعد ۶۰کلن روسي زوړ سړی چې زياتره ژوند يې په نيمی مغزو تير کړی تر اوسه يې نوم نه دی په ډاګه سوی د يوې کوچنۍ مغزې حملې وروسته مسکو ښار کې يوه روغتون، ته يو وړل سو.
پرهمدې مهال، يې د موضوع او ناروغۍ د غوره کشف لپاره د سر له جمجې څخه ويډيو وکړه، دا کتنه او ويډيو زياته حيرانوونکې چې له امله يې د ډاکټرانو د ټيم پام ځان ته وا ړاوه.
د ډاکټرانو د راپورونو له مخې دا ۶۰کلن روسي سړی چې د دوه زامنو پلار دی د خپل عمر ډیری وخت يې په نيمو مغزو ژوند کړی!!! پر همدې مهال ډاکټرانو اعلان وکړ چې د نوموړي نيمی طرف ماغزه د يوې ټوټې په مقدار تور سوي او کار نکوي او دا پيښه يو جالبه خبره ده، ځکه انسان د ژوندي پاتي کيدو لپاره اړتيا لري چې د مغزو دواړه نيمې کرې کار وکړي
جالبه ده چې و پوهيږي چې دا روسي پلار په خپله دده په وينا د څو کلونو په تيريدو سره بغير له درده ژوند کړی، دا ډيره جالبه ځکه ده کچيري يو څوک په‌ داسې حالت مبتلا سي په هغه لومړيو کې د مغزي مرګ سبب کيږي او اوږد عمر به ونکړي، روسيې ډاکترانو سربيره پردې چې ډير تعجب وکړ دا پيښه په ۱۹۵۰ميلادي کال پسي تړلي و بلله
ډاکټران په دې باور دي چې دا تکليف دې کس ته په مورزاده شکل په هغه کې شتون لري ډاکټر مارينا انيکينا د مغز او عصابو متخصصه ددې پيښې په هکله داسې وايي کله چې دا ناروغ روغتون ته را وړل سو راديو لوژيستانو په لومړيو کې د کيڼ لوري مغزو په ليدلو سره دا احساس کړه چې هغه طرف کې يو لوی تومور یا دانه راختلې خو وروسته متوجې سول چې هغه د مغزو نيمه کيڼه خو.ا له لاسه ورکړې ده

دغه نابلده روسي سړي خپل ټول عمر په نيمه کره دماغ ښي طرف مغزو باندي تير کړی موږ ويلی سو چې دا پيښه د خپل ډول لومړۍ پيښه وه.
۶۰کلن سړي ويلي. ټول عمر يې بدون له ناروغۍ او درده تير کړی



t