مالیې وزارت ۲۰ سترې پروژې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک ته وړاندې کړې

مالیې وزارت ۲۰ سترې پروژې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک ته وړاندې کړې

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي په لوکزامبورک ښار کې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک د څلورمې کلنې ناستې په څنډه کې د یاد بانک له رئیس جین لیقون سره وکتل.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو د بیوزلۍ د زیاتوالي ستونزې سره په مبارزې، په اقتصادي سکټورونو کې د متمرکزو پروګرامونو د طراحي او پلي کیدو له لارې اقتصادي ځان بسیاینې په ټول هیواد کې متوازنې پراختیا ته رسیدو لپاره منفي اقتصادي شوک ته په مناسب غبرګون، د کارموندنې د فرصتونو په جوړیدو، د اسانه او اوږدمهاله پورونو له لارې د لویو او لومړیتوب لرونکو پروژو په مالي ملاتړ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او خبرې وکړې
په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست ۲۰ سترې او لومړیتوب لرونکې پروژې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک رئیس ته وړاندې کړې، چې بانک کولی شي په راتلوونکو کلونو کې د دې پروژو یوه برخه تمویل کړي.
په پای کې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک رئیس، یو ځل بیا له افغانستان سره د دې بانک له لوري د اړینو پروژو د تمویل په تړاو په خپلو ژمنو ټینګار وکړ، پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې به نوموړی بانک یوه تخنیکي ډله افغانستان ته استوي، څو یادې پروژې و ارزوي او د دغه هیواد اړینې پروژې تمویل او پاملرنه ورته وکړي.
همدا شان د افغانستان د سترو مهمو پروژو د تخنیکي بحث لپاره د مالیې وزارت سرپرست د اسیا زېربنایي پانګونې بانک له مرستیال ډانیل الکسانډر، سره په جلا توګه وکتل. ښاغلي ډانیل الکسانډر، د دې بانک له لوري د افغانستان د مهمو پروژو د تمویل په هکله خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړده، چې د پنځو هیوادونو ( افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، ایران او چین) تر منځ رېل پټلۍ، برېښنایي بندونه او نوي کېدونکي انرژۍ، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په ګډون د هیوا هوایي ډګرونو پراختیا، د ختیځو ولایتونو بريښنایي بندونه، د واخان دهلېز له لارې د فایبر نوري پروژه، په سترو ښارونو کې د کورجوړونې پروژې او د کابل حلقوي سړکونه هغه سترې پروژې دي چې د افغانستان له لوري د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک ته وړاندیز شوې دي.




t