د هرتهیک او ټایګر(War) فلم؛ ټيزر يي پر ټولنیزو رسنیو خپور سو

د هرتهیک او ټایګر(War) فلم؛ ټيزر يي پر ټولنیزو رسنیو خپور سو

د بالیووډ دوه نامتو او قوي سېنمايي ستوري هرتهیک روشن او ټایکر شرف په لوموړی ځل د (War) په نوم په یوه جنګی فلم کي راښکاره سوه. هرتهیک روشن او ټایګر شرف د ښه بدن درلودلو او خاص جنګي سټایل په لرولو سره د یاد فلم لپاره ډېر ښه انتخاب بلل سوی دی. هندي رسنۍ وايي چي مخکي داسي ویل کیده چي د یاد فلم نوم به (Fighters) او یا هم (Doom 4) وي، آما د ټيزر څخه اوس معلومه سوه، چي د یاد فلم نوم (War) ایښول سوی دی.

په یاد فلم کي هرتهیک روشن او ټایګر شرف د یو بل په وړاندي یو خونړي جکړه مخ ته وړي، د بدن ارتجاعي حالت او موټر سایکل چلولو انداز يي چي وویني نو فکر به وکړي چي د هالیووډ فلم ګوري، ځکه د یاد فلم جنګي صحني په ډېرو پیسو او ډېر زحمت سره جوړي سوي دي. د هرتهیک او ټایکر بدن ته چي وکتل سي چي څومره ښکلې يي جوړ کړی دی، دا د دې ښکارندویي کوي چي هغوي د یاد فلم لپاره څومره زیار ایستلې دي.

په یاد فلم کي به د جنکي صحنو تر څنک د هرتهیک روشن او ټایګر شرف چي د ډانس ماسټران  دي د هغوي د ډانس څخه به هم خوند واخلي، هرتهیک روشن او ټایګر شرف چي په کوم انداز دانس کوي د هر ستوری د وس کار نه دی. په یاد فلم کي به د هرتهیک روشن او ټآیګر شرف تر څنګ د بالیووډ نوي ستورې او د بالیووډ د پخواني مړي سوي سېنمايي ستورې سردیوي کپور لور بوني کپور هم رول ولري، په یاد فلم کي به بوني کپور د ډانس په یوه صحنه او د ر هرتهیک روشن سره د رومانس په یوه صحنه کي راښکاره سي.

پاته دي نوي، د یاد فلم ډایریکټر سیدارات اناند ویلي دي: (( موږ غواړو دا تعریف کړو چي یو اکشن فلم څه ډول په بالیووډ کي جوړېږي، هغه وايي د یاد فلم د شوټینګ چاري په هسپانیه، جورجیا، ایټالیا، پورتګال، سویډن او البته په هندوستان کي سرته رسېږي.))

 د یاد فلم ټریلر به هم په څو اونیو کی پر ټولنیزو رسنیو خپور سي.



بالییوډ فلمي نړۍ
t