داخله وزارت: ۳۲ زره زده کوونکو ته د عامه ساتنې د برنامې زده کړې ورکړل شوې

داخله وزارت: ۳۲ زره زده کوونکو ته د عامه ساتنې د برنامې زده کړې ورکړل شوې

د کورنیو چارو وزارت وایي د ولسي پولیسو لخوا یې په ټول هېواد کې د “عامه ساتنې” تر نامه لاندې د ځوانانو او د ښونځیو د زده کوونکو د ایمني مهارتونو د لوړولو لپاره د پوهاوي برنامه په لاره اچول شوې وه.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې یاده برنامه کې نښې او د ترافیکو قوانین، له لومړنیو مرستو څخه د ګټنې تګلاره، ناچاودول شویو توکو او ماینونو ته لاس نه وروړل، د اور مړ کونې د مهارت زده کړه او د ځمکې ښوېیدنې او سېلابونو پرمهال د چټک غبرګون زده کړې چې پکې شاملې دي؛ د هېواد د مرکز او ولایتونو د ولسي پولیسو د ادارې لخوا وړاندې شوه.
همداراز د عامه ساتنې په برنامه کې په بېړني حالت کې له کومو چټکو لارو ګټنې او له زیان رسونې د مخنیوي لارې د ولسي پولیسو لخوا د ښونځیو زده کوونکو او خلکو ته ورزده کړل شوې دي.
د عامه ساتنې برنامه د ښونځیو د زده کوونکو لپاره د پوهاوي برنامه ده، ترڅو د اړتیا په صورت کې د خپل ساتنې ته یې پام وي.
همداراز دا برنامه مرسته کوي څو ماشومان د همکاري روحیه پیدا کړي، تر دې چې په لوړ عمر کې وکولای شي له پولیسو سره د امنیت په همکارۍ کې مرسته او عادت وکړي او په عین وخت کې د پولیسو ملاتړي وي.
سرچینه زیاتوي: د روان کال له پیله تر اوسه د ولسي پولیسو د مدیریت کاري ټیمونو په کابل، هرات، بلخ، کندز، کندهار، ننګرهار، بغلان، پکتیکا، پنجشېر، خوست، دایکندي، زابل، سمنګان، غور، فراه، کاپیسا، نیمروز، پروان، سرپل، پکتیا، غزني، لوګر، بامیان، جوجان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د عامه ساتنې د پوهاوي په برخه کې ۲۰۰ برنامې په لاره اچولې وې، چې څه باندې ۳۲ زره زده کوونکو او خلکو ته یې پکې روزنه ورکړې شوې ده.




t