د سولې ځوانو سفیرانو د اداري اصلاحاتو کمېسیون نه لیدنه وکړه

د سولې ځوانو سفیرانو د اداري اصلاحاتو کمېسیون نه لیدنه وکړه

د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان ځوانو سفیرانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې سربېره، د کمېسیون له رییس احمد نادر نادري سره ولیدل.
سولې لپاره د افغانستان او پاکستان ځوانو سفیرانو چې اکادمیک ځوانان، د مدني ټولنو فعالان او د رسنیو استازي پکې شامل دي، په ښه توګه د سولې او یووالي پروړاندې د ننګونو او فرصتونو د درک په موخه، په کابل او اسلام اباد کې یې یو لړ ګډ پروګرامونه جوړ کړي.
په دغو فعالیتونو کې چې د سیمینارونو، ورکشاپونو او جشنوارو جوړول شامل دي، د خبرو او افکارو( اندونو) د تبادلې لپاره زمینه برابروي. په دغو بحثونو کې، د دواړو هېوادونو ځوانان له سیاسي او علمي شخصیتونو سره، د تاریخ، هنر او د دواړو هېوادونو د دودونو په اړه بحث او خبرې کوي. علمي او سیاسي شخصیتونه د ځوانانو پوښتنې ځوابوي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان له ځوانو سفیرانو سره، د دواړو هېوادونو د نوي نسل ترمنځ په خبرو او د افکارو (اندونو) په تبادلې ټینګار وکړ.
ښاغلي نادري وویل:«موږ په جګړه کې یو، خو ژوند دوام لري او خلک د هېواد بیا جوړولو په حال کې دي. د افغانستان نوي نسل په متفاوته وخت کې وده کړې او له ځان او ګاونډیانو متفاوته غوښتنې لري. د افغانستان په اړه زموږ لیدلوری تل دا دی چې موږ باید د اقتصادي همکاریو پر لور ګام پورته کړو.»
سولې لپاره د افغانستان او پاکستان ځوانو سفیرانو د ازموینو له مرکز، مراجعینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له مرکز، د پوښتنو بانک له برخې او دغه راز د کمېسیون له ځینو نورو برخو هم لیدنه وکړه او د غوره کاري چاپېریال د جوړولو او نوي کولو په برخه کې یې د شویو پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه.
پاکستاني ځوان میوند شاه وویل:«ما هېڅکله فکر نه کاوه چې افغانستان کې به له دا ډول اسانتیاوو او نوي سیستم سره کوم ځای موجود وي. په رېښتیا سره دغه سیستم زه حیران کړی یم. زه له دغې ادارې او مشر تابه سره د افغانستان راتلونکې روښانه وینم.»
پاکستانۍ مېرمن سوفیا شفیق وايي:«د افغانستان اداري سیستم زه حیرانه کړې یم. ما هېڅکله هم فکر نه کاوه چې افغانستان دې دومره پرمختګ کړی وي. زه دغه هېواد کې یوه پرمختللې اداره وینم.»
سولې لپاره د افغانستان او پاکستان ځوانو سفیرانو پروګرام په افغانستان کې د میدیو تیک دفتر په نوښت پيل شوی.



t