کترینا ۳۶ کلنه سوه؛ سلمان ورته مبارکي ویلې ده

کترینا  ۳۶ کلنه سوه؛ سلمان ورته مبارکي ویلې ده

د بالیووډ نوموتې او ښکلې سېنمايي ستورې کترینا کیف تیره ورځ د ۳۶ کالو سوه، د بالیووډ خان سلمان خان خپل معشوقي ته د هغې د ۳۶ مي کلیزي په خاطر پر خپل د انستګرام اکونټ د دواړو ښایسته تصویرونه پورته کړي اونوموړې ته يي مبارکي هم ویلې ده.

د بالیووډ نوموتی ستوری او د اشواریا رای د پخوانی عاشق سلمان خان د کترینا سره هغه مهال مینه پیداسوه،چي کله هغه تازه بالیووډ ته راغله، د دواړو ترمنځ ډېره مینه وه او هرکله به سره یو ځاي لیدل کیده، دواړو د خپلي میني اظهارونه هم کړي وه،

د کترینا او سلمان خان د بهارت فلم په جریان کي تصویر

خو ناڅاپه بیا دا مینه کمېږي او دوي د څه وخت لپاره سره جلا کیږي، خو اوس په تازه بیا دواړه سره یو ځاي لیدل کېږي، بهارت فلم د دوي د یو ځاي کیدو لامل سو، دواړه اوس بیا یو ځاي خوښ لیدل کیږي هندي رسني وايي چي د دواړو پیکه مینه یو ځل بیا تازه کیدونکي ده.

پاته دي نه وي چي سلمان خان د بهارت فلم په جریان کي د کترینا سره د مکسیکو په ساحلونو کي دېر ښایسته او مینناک وختونه تیر کړل او ډېر تصویرونه يي هم اخیستي دي او سلمان خان د کلیزي د مبارکي تر څنک همغه تصویرونه هم پر خپل انستګرام اکونټ نشر کړي دي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t