په ماشومانو کي د شپې د ادرار کولو لاملونه او درملنه یې

په ماشومانو کي د شپې د ادرار کولو لاملونه او درملنه یې

د شپې لخوا د ماشومانو په ځای کي ادرار کول نه د والدینو لپاره، بلکي د ماشومانو لپاره هم ازار ورکوونکی وي.

د شپې لخوا د ماشومانو د ادرار کولو لاملونه:

د ماشومانو د شپې ادرار کول هم جسمي او هم رواني لاملونه لري.

هلکان زیاتره تر نجونو د دې ستونزي سره مخ وي.

د ماشومانو رشد او بلوغ هم په دې ستونزه کي رول لري.

هغه ماشومان چي د کوچنیوالي څخه بېله له کومي وقفې څخه د شپې لخوا ادرار کوي، لامل یې ضعیفوالی او د عصبي سیستم نابالغیت دی، هغوی په شپه کي د مثانې د ډکوالي احساس نه کوي او په ځای کي بې اختیاره ادرار کوي.

ارثي، د مثانې حجم، ډېر عمیق خوب، بېره، تشویش، رواني، عاطفي، اجتماعي، محیطي، د پښتورګو مشکل او داسي نور لاملونه د ماشومانو د شپې لخوا د ادرار سبب کېږي.

درملنه یې:

د ماشومانو څخه د هغوی د شپې د ادرار په اړه سوال او جواب او د هغوی ترټل د دې مشکل د زیاتېدو سبب کېږي. ښه دا ده چي ډاکټر ته مراجعه وکړئ، تر څو ټوله معایناتونه یې وکړي او اصلي لامل یې په ګوته کړي.

د شپې لخوا مو ماشومانو ته د مایعاتو په اندازه کي کموالی راولئ.

کشمش، عسل، د سېب سرکه، ګل ختمي او سنبل، جوز، ګوړه، ادرک د ماشومانو د ادرار په کمولو کي مرسته کوي.

په ورځ کي مو ماشومانو ته ډېري اوبه او نور مایعات ورکړئ چي د مثانې د حجم د ډېروالي سبب یې کېږي.

د ماشوم د دې ستونزي په اړه مو هیڅ د هغوی ملګرو او د کورنۍ نورو غړو ته مه وایاست چي دا د هغوی د شرمندګۍ او د دې ستونزي د ډېروالي سبب هم کېږي.

د ماشومانو د بېده کولو څخه مخکي یې د نس لاندنۍ برخي ته مساج ورکړئ.

ژباړه: عایشه عزیزي


روغتيا ليکنه ماشومان
t