په اسيا کي د قطر د ۲۰۲۲ نړيوال جام د دوهم پړاو پچه اچونه وسوه؛ افغان لوبډله سختي لوبي په مخ کي لري

په اسيا کي د قطر د ۲۰۲۲ نړيوال جام د دوهم پړاو پچه اچونه وسوه؛ افغان لوبډله سختي لوبي په مخ کي لري

اسيايي هیوادونو د قطر د ۲۰۲۲م کال د فوټبال د نړيوال جام له پاره خپل سیالان وپيژندل. د قطر نړيوال جام ته د دوهم غوراوي پړاو پچه اچونه نن ماپښين د کابل پر وخت ۰۱:۳۰ بجه ترسره سوه، چي ۴۰ لوبډلي دې جام ته د لار موندني له پاره یو د بل پر وړاندي لوبيږي.

په دغه ۴۰ لوبډلو کي د فیفا په درجه بندي کي ۳۴ مخکښي اسیايي لوبډلي او شپږ لوبډلي هم د لومړي پړاو څخه شتون لري، چي بنګله دیش، کمبوديا، ګوام، مالیزيا، سریلانکا او منګولیا دي. دغه لوبي د تګ او راتګ پړاونه لري، چي پر ۸ ګروپونو ویشل سوي دي او په هر ګروپ کي ۵ لوبډلي دي.
په مجموعه کي ۱۲ لوبډلي بل پړاو ته لاره پيدا کوي، چي په دې لوبډلو کي د اتو سرو ګروپونو څخه څلور غوره لوبډلي هم پکښي شاملي دي. دغه ۱۲ لوبډلي په مستقیم ډول د اسیا د ۲۰۲۳ م کال د ملتونو جام ته هم لاره پيدا کوي، چي په چین کي ترسره کېږي.
د غوراوي پړاو دغه لوبي د روان میلادي کال د سپټمبر پر پنځمه نېټه پيلېږي او د ۲۰۲۰ م کال د جون پر اتمه نېټه پایته رسيږي.

نړيوال جام ته د غوراوي پړاو اته ګروپونه:
د A ګروپ: ګوام، مالډیف، فیليپين، سوریه او چین
د B ګروپ: نیپال، کویټ، چين ټايپي، اردن او اسټرالیا
د C ګروپ: کمبودیا، هنګ کانګ، بحرین، عراق او ایران
د D ګروپ: سنګاپور، یمن، فلسطین، ازبکستان او عربستان.
د E ګروپ: بنګله دیش، افغانستان، عمان، هند او قطر.
د F ګروپ: منګولیا، میانمار، تاجکستان، قرغزستان او جاپان.
د G ګروپ: اندونیزیا، مالیزیا، ټایلنډ، ویټنام او عربي متحده امارات.
د H ګروپ: سریلانکا، ترکمنستان، شمالي کوریا، سهیلي کوریا او لبنان.

په دې پړاو کي د قطر د شتون علت دادئ، چي دغه لوبي د اسیا د ملتونو جام له پاره اغیز لري.
بله جالبه نقطه په دې پچه اچونه کي دا ده، چي یمن او عربستان په یوه ګروپ کي دي او دا دواړه هیوادونه یو بل سره سخت سیاسي اختلافات لري.
#منندوی


نړيوال فوټبال ورزش
t