اعتدال زموږ د دین ښکلا او افراط یې داغ

اعتدال زموږ د دین ښکلا او افراط یې داغ

زموږ ځينې خواخوږي ملګري چې کله د فکري جګړې په اړه لیکل کوي نو د کې ايف سي له نوم او د نایک او کوکاکولا له لوګو نیولي پر ډالر د رسم شوي سترګې، اهرامونو، د In God We Trust تر عبارته او بیا د ایلومیناتیانو تر تجريدي اشاراتو پورې په هر څه کې ورته د دوي په اصطلاح د صليبي غرب توطئې او سازشونه ښکاریږي. د متحده آیالاتو د پخواني ولسمشر اوباما یوه وینا مې اوریدله چې خپل ولس ته وايي چې امریکا له دباندې راغلو کوچیانو آباده او ښيرازه کړه چې مانا یې دا ده چې هو موږ هر کار کولای شو (Yes We Can!) دغه عبارتونه په یوه سوفټوئير کې ریورس شوي او سره وروسته وړاندې شوي وو او د ویډيو د جوړونکو په وینا ګواکې ښاغلی اوباما په حقيقت کې خپلو خلکو ته دا پيغام ورکول غواړي لکه د دغې ويډیو له ریورس نه چې معلومیږي چې شیطان ته وايي: مننه شیطانه (Thank You Satan)…!

زما هدف له دې خبرو دا نه دی چې ګواکې زه یا خو په یومخيز ډول د توطئو د تیوریو نفی کوم او یا هم ګواکې دا انګيرم چې د مسلمانانو پر وړاندې ګواکې د غرب له لورې هیڅ ډول توطئه یا سازش نشته، حتماً به وي خو هغه څه چې زه یې ويل غواړم هغه دا دي چې د کوکاکولا د لوګو د چپه کولو له لارې موږ غواړو دا ثابته کړو چې ګواکې دا څه په حقيقت کې د ( لا مکه، لا محمد) توری دی چې غریبانو په چپه انداز کې پیان کړی او یا دا چې اوباما د سمې وینا له لارې غواړي په حقیقت کې له شیطان نه مننه وکړي…!

لومړۍ د پام وړ خبره دا ده چې غرب اصلا څه اړتیا لري چې زموږ د مخالفت لپاره له پيچلو او سرچپه میتودونو کار واخلي؟ آیا هغوي مو نه پيژني چې د خدای لغړیان یو، نه تخنیک لرو نه علم، یواځې د پيغمبر د اُمتیت پر دعوه او پر خپل مزعوم پنځه زره کلن تاریخ ویاړو، او دا چې که غرب وغواړي د ساعتونو نه د دقیقو په ترڅ کې به مو د ځمکې له سره جارو کړي( لا سامح الله).

دوهمه د پام وړ خبره دا ده چې د توطئو پر دغو وړو وړو تیوریو د بحث او باور په پايله کې زموږ ځوانان جې وار دمخه له فکري خلاء سره مخامخ وي، په لاشعوري ډول د افراط، تشدد، عدم تسامح او قتل ګرايي د یوه کیفیت ښکار کیږي، د غرب پر وړاندې یې عقده افراطي کيږي، خو څنګه چې غرب یا غربي ته لاسرسی نه لري، مخ پر خپلو هیوادوالو را واړوي چې ده ته د غربي ډيموکراسۍ د یوه محصول په بڼه ور پيژندل شوي وي.
زما په باور نه د اوباما د وینا ریورس کوم غربي سازش دی، نه د ډآلر ایلومیناتي نښې کومه توطئه ده، نه د کوکاکولا او نایک لوګو شیطاني چلوټه ده، بلکې د مسلمانانو د دښمنانو اصل سازش دا دی چې مسلمانان يې د وړو وړو سازشي تیوریو په چال کې راګير کړي او خپل اصل هدف چې د علم او ټیکنالوژي په ډګر کې له غرب سره سیالی کول دي، له هغو یې را ګرځولی، افراط او تشدد یې فکر او مغز ته ور پيچکارۍ کړی او په بشري ټولنه کې له اوسیدا، له بشریت سره د دوستي او اړیکو له سترې پيرزوينې یې بې برخې او منزوي کړی دی.

دا زموږ د زده کړو او په تيره بیا د علماء کرامو دنده ده چې ځوانان مو د توطئو د تیوریو په سیند کې له ډوبیدو څخه راوګرځوي، هغوي ته د افراط او توغل قباحت بیان کړي، هغوي ته د عدم تسامح او عدم مصالحت بدي ووايي او هغوي پر دې پوه کړي چې د کفارو اصل سازش زموږ په منځ کې د افراط خپرول دي، ځکه چې افراط د اعتدال ضد پديده ده، اعتدال زموږ د دین ښکلا او افراط یې داغ دی. کفار غواړي چې زموږ دین داغداره کړي او داغداره کول یې د افراطیت او تشدد له لارې شوني دي او له بده مرغه زموږ ځوانان جوپه جوپه د افراط پر سیند لاهو کیږي لګیا دي….!

عنایت الله کاکړ


لیکنه، افراطیت او اعتدال
t