د سلطان غازي ښارګوټي تفریحي پارک ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي

د سلطان غازي ښارګوټي تفریحي پارک ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي

د لغمان چارواکي وايي، دغه ولایت کې سلطان غازي بابا ښارګوټي د تفريحي پارک چارې نېږدې ۸۰٪ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلوونکي کې به يې پاتې چارې هم د قرارداد مطابق بشپړې کړي.

دا خبرې له کابله، لغمان ولایت ته د یو شمیر ادارو د راغلي پلاوي د لغمان والي اصف ننګ سره په ناسته کې شوي دي.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، د تفريحې پارک قراردادي شرکت استازي د دې پارک د چارو په اړه لغمان والي او راغلي پلاوي ته هر اړخيزه معلومات ورکړل.

د شرکت استازي غوښتي چې قرارداد ورسره تمدید کړل شي، څو پاتې چارې هم ژر بشپړې شي.

په ناسته کې د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي ویلي، چې د تفريحي پارک د چار د ژر بشپړولو په موخه دې قراردادي شرکت ته هفته وار مهال وېش جوړ شي.

د یاد تفريحي پارک تمويلوونکي د هندوستان سفارت استازي د قراردادي شرکت د کارونو څخه ناخوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه په هغه ډول، چې پکار ده ياد شرکت خپلې چارې نه دي ترسره کړي.

استازي د قراردادي شرکت له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې د تفريحي پارک چارې دې ژر او د ښه کيفيت په لرلو سره بشپړې کړي.

د لغمان والي په دې ناسته کې د هند سفارت له استازي مننه کړې چې د لغمان بیارغوونې ته خاصه پاملرنه کوي.

هغه ویلي چې د تفريحي پارک د کارونو د ځنډ په اړه دې د قراردادي شرکت دلايل هم واورېدل شي.

هغه په ممکنو برخو کې د کار د ژر پيل غوښتنه وکړه.

ښاغلي ننګ ویلي چې د تفريحي پارک د کارونو د ژر پای ته رسېدو په موخه دې د قراردادي شرکت څخه ليکلی تعهد واخسيتل شي.

 

 



لغمان، سلطان غازي پارک
t