ښه ورځ او د انجونو تعلیم

ښه ورځ او د انجونو تعلیم

پر لارو ډلې ډلې نجونې ښوونځیو ته ځي. په ابرو او عزت کې ځي، په ابرو او عزت کې بېرته کور ته راځي. که کومه ورځ په لاره کې کوم پدر آزاره او مادر آزاره پیدا شي، نجونې وځوروي، نو تاسو څه وایئ هماغه یؤ رزیل باید د خپل رزالت لپاره ورټل شي او که ټولې نجونې د تعلیم د حصول په خاطر؟ نجونې تعلیم پرېږدي تر څو ها کوڅه ډب له خپل رزالته پاتې شي؟ منطق خو چغې وهي چې د یؤې سپږې لپاره ټول پوستین ته اور مه اچوئ. له ښوونځي ور ها خوا پوهنتون ته تګ هم همداسې در واخلئ. ضرور نه ده چې د یؤه شریر انسان په خاطر، نور انسانان د خیر له کاره را وګرځوو.

هاغه ملایان چې د ځینو نارینوو د اخلاقي انحرافاتو په خاطر یؤ لوی قشر د تعلیم او تحصیل له حقه محروموي، بد اخلاقۍ بهانه کوي او عامه روښانه ذهنیت وژني، د نجونو په حق کې ظلم کوي.
په مدرسو کې چې د خدای بښلي بجلیهګر ملا خبره غوړتاغوړت کېږي، هلته دې دوی رایه څه ده؟ ټول چړیان په کور کېنوی او که یوازې هماغه د مامېلې والا سره حساب کوي؟ ولې باید د یؤه چا د ګناه پور نور خلک ادا کړي؟ یؤ څوک چې بد اخلاقه شي، بد اخلاقۍ ته لمن ووهي، دې کې د نورو نجونو څه ګناه ده؟

یؤ نر که لیک لوست زده کوي، نو یؤ باسواده نر ترې جوړېږي. خو که یؤه ښځه تعلیم کوي، یعنې یؤ باسواده نسل جوړېږي، یعنې په یؤې وړې ټولنه (کورنۍ) کې د نېکمرغۍ ډېوه بلېږي. په دواړو ښځه او نر تعلیم فرض دی، ښه په نره تعلیم او تحصیل پرې وکړئ. که پر لاره یؤ بد اخلاقه پیدا کېږي، ډاډه اوسئ چې لس نور باشرفه پیدا کېږي چې خوله یې ور ماته کړي. دا ټولنه لا دومره نه ده وحشي شوې چې چېرته ښځینه ذات ویني نو لکه لېوان حملې پرې وکړي. او دا ټولنه دومره هم نه ده بېغیرته شوې چې که یؤ شیطان صفته په بد اخلاقۍ وویني نو ټول پرې غوږنه کاڼه او سترګې پرې ړندې کړي. تر بې شرفانو، د شرف خاوندان ډېر دي.

نو عزیزانو!
که د ښې ورځې په تمه یاست، نر او ښځه مو د علم په ګاڼه سمبال کړئ. بله هېڅ چاره نه لرئ!

مسیح الله نوري


لیکنه، تعلیم او انجونې
t