اجرایه رئیس د مډال راوړونکیو سوک وهونکیو ستاینه وکړه

اجرایه رئیس د مډال راوړونکیو سوک وهونکیو ستاینه وکړه

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د سوک وهنې فدراسېون له مسؤلانو او له هغو اوو تنو لوبغاړو سره چې د سوک وهنې په بهرنیو ورزشي سیالیو کې له ګډون وروسته مډالونه ګټلي وو ولیدل.
لومړی د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون مشر عبدالله ستاري خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغان لوبغاړو د روسیې په ماسکو ښار کې د سوک وهنې په ټورنمنټ کې له ګډون وروسته د دې ټورنمنټ چې د روسیې، بیلاروس، چیچن، داغستان او یوشمېر نورو هېوادونو ورزشکارانو په کې ګډون کړی و، د سرو او سپینو زرو مډالونه خپل کړل.
ستاري زیاته کړه، چې افغانستان له ډېرو کلونو ځنډ وروسته په دې ټورنمنټ کې ګډون وکړ او د نایب قهرمانۍ مقام یې خپل کړ.
هغه له اجرائيه رئیس څخه د مننې ترڅنګ چې تل یې د ورزشکارانو ملاتړ کړی او هغوی یې هڅولي د سوک وهنې فدارسیون ته د حکومت د پاملرنې او د ورزشکارانو د ستونزې د ختمولو غوښتنه وکړه.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سوک وهنې له لوبغاړو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په بهرنیو سیالیو کې په دغو بریاو او لاسته راوړنو مو د افغانستان ټولو وګړو ته خوښي وروبښله.

اجرائیه رئیس د سوک وهنې مډال راوړونکې قهرمانانو ته وویل: د افغانستان وضعیت ټولې نړۍ ته معلوم دی او تاسې له هغو هېوادونو څخه لوبه ګټلې چې هلته د لوبغاړو لپاره هر ډول اسانتیاوې شته؛ خو تاسو په تش لاس له هغوی مډالونه ګټلي او دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

اجرائیه رئیس وویل، چې د ملي یووالی حکومت له خپلو ټولو شته امکاناتو سره سره له تاسې هر ډول ملاتړ کوي او له هغوی یې وغوښتل چې لوړ اهداف ولري او په ډاډ سره خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي.
په پای کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله مډال راوړونکو ورزشکارانو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره د هغوی له هڅو ستاینه او قدرداني وکړه.



افغانستان، ورزش راپورونه او مرکې ورزش، نړۍ
t