لغمان والي له کرکټ لوبغاړو سره ولیدل

لغمان والي له کرکټ لوبغاړو سره ولیدل

د لغمان ولایت د کرېکټ ولایتي مسوول په مشرۍ یو شمېر لوبغاړو ددې ولایت والي سره ولیدل.
د دې ولایت د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې لومړی د لغمان د کرېکټ مسوول محمد جميل ستانکزي د دې ولايت د کرېکټ او لوبغاړو په اړه هر اړخيزه معلومات لغمان والي سره شريک کړل.
ستانکزي وويل د لغمان کرېکټ لوبډلې په کندوز ولايت کې د ۵۰ اوريزه لوبو په سياليو کې برخه واخيستله او ښې لاسته راوړنې يې درلودلې.
د دې ولایت د کرېکټ لوبډلې روزوونکي ضيآالحق اورياخېل لغمان والي محمد اصف ننګ ته ډاډ ورکړ، چې د دې لوبډلې د لوبغاړو انتخاب په پوره شفافيت او ايماندارۍ سره ترسره شوی دی.
هغه د کرېکټ په برخه کې يو شمېر ستونزې د حل په موخه هم لغمان والي سره شريکې کړې.
په ورته مهال لغمان والي محمد اصف ننګ د لغمان د کرېکټ له مسوول او راغلو لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې سپورټ په برخه کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.
نوموړي د دې ولایت د کرېکټ مسوول محمد جميل ستانکزي ته دنده وسپارله چې د کرېکټ لوبغالي د پاتې کارونو زر بشپړیدو په برخه کې دې له کرکټ بورډ سره یاده مسله تعقیب کړي.



t