له نيوکو سره سره؛ ګلبدين نايب ته لوبډلمشري وسپارل شوه

له نيوکو سره سره؛ ګلبدين نايب ته لوبډلمشري وسپارل شوه

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ پر بدلون سره له دې چې پراخې نيوکې وشوې، خو اصغر افغان په رسمي ډول کپتاني ګلبدين نايب ته وسپارله.

اصغر افغان وويل، چمتو دی چې هر وخت له نوي لوبډلمشر سره همکاري وکړي او اړينې مشورې ورکړي.

پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د کرېکټ بورډ د مسؤلينو په موجوديت کې ګلبدين نايب ته لوبډلمشرۍ وسپارله.

په دغه ناسته کې ګلبدين نايب د اصغر افغان لاسته راوړنې وستايلې او همدارنګه يې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له اعتماد او باور مننه وکړه.

نوموړي زياته کړه چې په دې لوى مسووليت کې به هڅه کوي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان درې رنګه بېرغ ورپوي او هېوادوالو ته د ډېرو خوشحاليو زېري ورکړي.

ټاکل شوې سبا سهار ته د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوملړ هم اعلان شي.




تبصره وکړئ

avatar
t