د Face app کاريال (اپليکېشن) په اړه يوه ضروري يادونه!

د Face app کاريال (اپليکېشن) په اړه يوه ضروري يادونه!

څو ورځې کېږي چې په اينسټګرام ، ټويټر ، فيسبوک او نورو ټولنيزو شبکو کې د فېس اپ په نامه کاريال مشهور شوی او هرڅوک يې چې موبايل ته ډاونلوډ کړي او بيا خپل عکس ور واچوي اپليکېشن يې د‌مصنوعي ځيرکتيا (A.I) په مرسته لسګونه کاله وروسته زوړوالی او تانده ځواني معلوموي او عکس هماغسې ورته جوړوي.

دا روسی اپليکېشن په يوازې سر په دا څو ورځو کې له ۵۰ ميليونه ځلې ډېر له پلې سټور څخه ډاونلوډ شوی. د انټرنېټي علومو ځينې کارپوهان وايي هغه معلومات او عکسونه چې دا اپليکېشن يې له ځان سره ذخيره کوي په هغو سربېره ممکن د تا له اجازې پرته ستا د‌ موبایل نور ټول عکسونه او معلومات هم له موبايل څخه کاپي کړي او بيا يې د روسي يا نورو خفيه سازمانونو او امنيتي اورګانونو په لاس ورکړي، که څه هم ددې اپليکېشن جوړونکې ډلې مشرتابه اوس وايي چې دوی نه ټولو معلوماتو ته لاس رسی لري، او نه يې له چا سره شريکوي.
خو بيا هم احتياط ورسره کوئ!

نور احمد عایل



ټیکنالوژي، اپ
t