ماشوم او ازادي – ګل الرحمن رحماني

ماشوم او ازادي – ګل الرحمن رحماني

ولسمشر له خپلو ساتونکو او نږدې درباریانو سره بازار ته وتلی و، کاروباریانو به چې را روان پلی لښکر ولیده، وبه وېرېدل، ځینو به په تعظیم سر ورته ټیټ کړ او ځینو به ځانونه ګوښه کړل چې ګني هېڅ شي ته یې پام نه دی ، که کوم درېیم کس به دا یو کار هم ونه کړ، نو د هغه ساتونکو او نږدې یاورانو به د سر په ټیټولو اشاره ورکوله چې ((زموږ تقلید وکړئ)).
په همدې وخت کې یو ماشوم هم را ښکاره شو، په خپله لاره له پلار سره بې پروا روان و، د سرلکي غوندې ګامونه یې اچول، پلار یې د ساتونکو په کړۍ کې د را روان ولسمشر په لیدو ودرېد، د نورو په څېر د ستړي مه شي لپاره په ملا خم شو، په خپل عمر کې یې د لومړي ځل لپاره ولسمشر له نږدې لیده، خو ماشوم زوی یې بې پروا په خپله نړۍ کې ورک و او د هټۍ مخکې په قفس کې بندې مرغۍ ته یې په حسرت کتل.
ولسمشر ورته مخامخ په ګونډو شو، مهربانه غېږ یې ورته خلاصه کړه، ماشوم هم په نه زړه ورغی، یوازې یو لاس یې ورکړ،هېڅ یې نه ویل، بېرته ترې روان شو، خو ولسمشر اجازه ورنه کړه، غېږ کې یې ټینګ کړ. په همدې حالت کې هم د ماشوم نظر بل ځای و، ولسمشر ته یې هېڅ نه کتل، کوښښ یې کاوه چې د یوې شېبې لپاره هم د پاچا په غېږ کې پاتې نه شي، غلی و، ښايي د هغه د خبرو ځواب به یې هم په هو نه ورکاوه.
ماشوم په دې ټوله موده کې خپل سر اوچت نیولی و، په سترګو کې یې وېره، چاپلوسي او تمه نه ښکارېده، په خپل ټول زور یې ځان د هغه له غېږې را خلاص کړ او دا ځل له خپل پلار نه مخکې په لاره په خپل ځانګړي انداز روان شو. پلار به یې فکر کاوه چې زوی یې د یوې شېبې لپاره د نړۍ تر ټولو نېکمرغه ماشوم دی، خو ماشوم پوهېده چې د یوې شېبې لپاره یې چا ازادي محدوده کړې او په ستر عذاب اخته دی.
پلار یې هغه مهال غوږ ته ورټیټ شو، حتمی به یې ورته ویل:
زویه! دا زموږ پاچا دی، نه یې پېژنې؟ سمې خبرې ورسره وکړه…
ماشوم په خندا او ګام اچولو څه وویل او له پلاره لرې شو، حتمی به یې ورته ویلي وي:
((نه، نه پلاره که داسې وي زما پاچا یوازې ته یې، که نه زما په نړۍ کې پاچا نشته، زه خپله پاچا یم او زه خپله هر څه یم.))
د ماشوم بې پروايي، غرور او ازاد طبعیت د ډېرې شېبې لپاره بلې نړۍ ته وړی وم، د یوې شېبې لپاره مې د ازاد طبعیت خوږلت حس کړ، د هغه ماشومانه استغنا او طبیعي غرور خوند راکړ.
انسان چې په خپل ماشومتوب پسې ژاړي، ښايي یو لامل یې همدا نامريي ځواک او ازادي وي، هغه د هېچا پروا هم نه لري، هغه هم د ځان رعیت دی او هم د ځان پاچا دی. د هغه سر هېچا ته نه ښکته کېږي، زه باوري یم که چېرته ټول انسانان همداسې شي، نو له پاچاهانو ځانونه نه ورکېږي، دېکتاتوران او امپراتوران نه ترې جوړېږي، د غلامانه تصور او مریيتوب د اغزن بوټي رېښې وچېږي.
زه پوهېږم چې درناوی یو شی او چاپلوسي بل شی ده. د درناوي رېښې د زړه او وجدان له پاکې چینې خړوبېږي، خو د چاپلوسي کمزورې رېښې د تمې، دروغو، د بل د بې ځایه او تشو ستاینو په بدل کې د ځان لوړاوي او کاذب پرمختګ په خوسا ډنډونو کې د جال په څېر خورې دي.



ماشوم، ازادي
t