ایران: اټومي بمونه امنیت نه شي تضمینولی

ایران: اټومي بمونه امنیت نه شي تضمینولی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، چې هېواد یې اټومي بم جوړول د امنیت د ټینګښت یوازینۍ او تر ټولو مهمه لاره نه ګڼي.

نوموړي دا خبرې امریکا ته د سفر پرمهال له یوه امریکایي تلویزون سره په مرکه کې کړې ده.

ایراني وزیر ټینګار کړی، چې هېواد یې د اټومي بم پلوی نه دی.

ظریف څو ورځې مخکې نیویارک ته تلی، چې امریکا ورته پر سفر یو شمېر محدودیتونه لګولي.

د محدودیتونو له مخې ظریف نه شي کولای یوازې او له څار پرته تګ راتګ وکړي.



t