د شاهد کپور (کبیر سنکهـ) فلم؛ په لږ وخت کي ډيري پیسي وګټلې

د شاهد کپور (کبیر سنکهـ) فلم؛ په لږ وخت کي ډيري پیسي وګټلې

د بالیووډ سېنما  د نوموتی او مشهور سېنمايي ستوری شاهد کپور  نوي فلم چي تازه پر سېنماګانو وړاندې سو، ډېر ښه وځلید او ډېر ریکارډونه يي جوړکړل. د شاهد کپور دا فلم (کبیر سنګهـ) نومېږي، چي د شاهد کپور لپاره دا کال یو غوره کال سو چي فلم يي په کي ښه کامیاب سو اود مینوالو يي هم ډېر زیات خوښ سوي دي.

د شاهد کپور یاد فلم د کال ډېر عاید تر لاسه کوونکي فلم وبلل سو او همدا راز  د اکشی کمار (Kessari) د رنبیرز کپور( Gully boy) د تاپسي پانو (Badla) او یو شمیر نور کامیابه فلمونه يي هم شا ته پریښول، د شاهد کپور (کبیر سنګهـ) په نوم فلم یوازې په ۲۴ ورځو کي ۲۵۵ کروړه او ۸۹ لکه روپۍ وګټلې، دغه فلم د پنځو ریکارډونو په جوړولو سره د هندي سېنما د لسو ډېرو پیسو ګټونکي فلمونو په نوملړ کي هم شامل سو.

د شاهد کپور او کیرا ادواني کبیر سنکهـ فلم د میني یو داستان دي

(کبیر سنګهـ ) فلم د شاهد کپور یو له زیاتو پیسو ګټونکو فلمونو څخه یو فلم سو، ځکه په ډېره کمه موده کي يي له تمې خلاف زیاته ګټه وکړه او د شاهد کپور تر څنګ يي د دې سېنما بل وتلی اداکار رنویر سنګهـ ته هم لا زیاته مشهورتیا ور وبښله. د شاهد کپور سره په ښځینه رول کي کیرا ادواني د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې رول لوبولي دي، دا فلم د میني پر یو کیسه باندي جوړ سوي دي.

پاته دي نه وي چي سږ کال د بالیووډ د خانانو لپاره ښه کال نه و، ځکه چي د سلمان (ریس ۳ ) فلم د شارح خان (زیرو) فلم او د عامر خان (ټهګ اف هندوستان) فلم ښه ونه ځلید بلکي له ماتي سره مخامخ سول، خو سلمان خان بیا هم وکولای سول چي د بهارت فلم پر مټ خپل اداکاری وښي، ځکه بهارت فلم په نړیواله کچه ښه وځلیده او دېر ریکارډونه يي هم جوړ کړل.



بالیووډ فلمي نړۍ
t