ټرمپ: پاکستان له دوه کلن فشار وروسته حفيظ سعيد و نيوه

ټرمپ: پاکستان له دوه کلن فشار وروسته حفيظ سعيد و نيوه

امريکايي ولسمشر ويلي ددوی فشار وو چې پاکستان حفيظ سعيد ونيوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دوو کلونو پرله پسې فشار په ترڅ کې پاکستان دې ته تیار سو، چې حافظ سعید ونیسي.
پاکستاني حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د جماعت الدعوه ګوند مشر او همدا راز د لشکر طیبه ډلې بنسټګر حافظ سعید یې نیولی دی.
په تېرو لسو کلونو کې امریکا او هند په ځلونو له پاکستان غوښتي وو، چې نوموړی ونیسي، خو پاکستان اوس ايله لاس په کار سوی.
کچيري امريکا د افغانستان او هندوستان برخو کې پر پاکستان نور فشار راوړي ښايي حالات سم سي



t