د امریکا ولسي جرګې پر عربستان د وسلو پلور منع کړ

د امریکا ولسي جرګې پر عربستان د وسلو پلور منع کړ

د امریکا متحده ایالاتو په سعودي عربستان باندې د د نظامي تجهیزاتو د خرڅولو تړون منع کړ.

دوی د دریو لایحو په تصویب سره دا کار رد کړی دی.

واشنګټن پوست یوه راپور کې وايي، د امریکا ولسي جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه تصمیم برعکس چې په سعودي د امریکا نظامي تجهیزات خرڅ کړي، رد کړل.

ددې تجهیزاتو قیمت ۸ میلیارده ډالر اټکل شوی چې پر عربستان د ایران د حملې د مخنیوي په موخه خرڅیدل.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسي جرګې ځکه ددې مخالفت کړی چې کیدای شي له دې وسلې په یمن کې د غیرې نظامیانو پر ضد استفاده وشي.

ویل شوي چې په ډیر احتمال سره شاید سپینه ماڼۍ دا تصمیم ویټو کړي.

په می میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرته د امریکا د ولسي جرګې سره له تصمیم شریکولو په اردن، عربستان او متحده اماراتو د وسلو د خرڅولو موافقه کړې وه.

خو دا نه دي ویل شوي چې د وسلو پلورل یوازې له سعودي سره بند شوي، که په اردن او اماراتو هم.

 

 


نړۍ، د امریکا ولسي جرګه
t