په ۱۰میلیونه افغانیو د ښوونځي ودانۍ جوړیږي

په ۱۰میلیونه افغانیو د ښوونځي ودانۍ جوړیږي

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې .

د ښوونځي دا ودانۍ د کوټ ولسوالۍ په پټي پور سیمه کې جوړیږي.

یاده ودانۍ هم د کلیو پراختیا ادارې اړوند ولسي تړون اقرا پروګرام له لورې د لس میلیونه پنځه سوه دوه پنځوس زره اته سوه دولس افغانیو په مالي لګښت په یو جریب سیمه کې رغیږي.

دا ودانۍ چې د پاکو اوبو څاه، تشنابونه او نور ضروري ملحقات به هم ولري، د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړي شي.

له دې وړاندې په کوټ ولسوالۍ کې له یو شمیر کورنیو سره د هګیو د چرګانو او نورو شیانو مرسته وشوه، چې له خلکو سره په اقتصادي ځان بسیاینه کې لازمه مرسته کولی شي.

 

 


اقتصاد او بیارغوونه، کوټ، ښوونځی
t