د توت مهم خاصیتونه د انسان د سلامتۍ لپاره

د توت مهم خاصیتونه د انسان د سلامتۍ لپاره

توت د ویټامین C، ویټامین K، پوتاشیم، کلسیم، فاسفورس، اوسپني او ریبو فلاوین درلودونکې مېوه ده. داسي تصور کېږي چي توت د چین هیواد څخه په ټوله نړۍ کي ډېروالي وموند او بېلابېل ډولونه لري چي مشهوره یې شاه توت او چیني توت دي.

د بدن د سلامتۍ لپاره د توت ګټي:

توت د ډېر فایبر په درلودلو سره په هضم کي مرسته کوي.

توت د پوستکي او وریښتانو په سلامتیا کي مهم رول لري. د سن په ډېرېدو سره پر پوستکي د لکو مخنیوی کوي او د ژر زوړوالي مخه یې نیسي.

د ویټامین K، کلسیم، اوسپني او فاسفورس په لرولو سره د هډوکو په تقویت کي مرسته او د هډوکو د ناروغیو مخنیوی کوي.

توت د سرطاني ناروغۍ او التهاب ضد خاصیت لري چي د دغه ناروغیو په مخنیوي کي مرسته کوي.

توت د ویني په جریان او د ویني د فشار په تنظیم کي هم ډېر ګټور دي.

توت د بدن د دفاعي سیستم په تقویه کولو او د سترګو دید په ډېرولو کي هم مرسته کوي.

د دې ټولو سره سره توت د وزن او کلسټرول په کمولو کي مرسته کوي.

ژباړه: عایشه عزیزي


توت روغتيا معلوماتي
t