یو متمرکز ماشوم څنګه روزلای شو؟

یو متمرکز ماشوم څنګه روزلای شو؟

د ماشوم سمه روزنه د ماشوم راتلونکی سموي. نن ورځ ماشومانو په داسي نړۍ کي ژوند کوي چي فکر ئې ژر انحرافېږي، ځکه چي کمپیوټري نړۍ له هر طرفه راګير کړي دي.

د دغو ټولو محدودیتونو سره سره، داسي لاري چاري سته چي په مرسته ئې موږ کولای شو یو متمرکز ماشوم وروزو، تر څو روښانه راتلونکی ولري:

۱- له ماشوم سره په توجه جلبوونکې ژبه خبري وکړئ!

توجه فقط یو شی نه دی، بلکي د درو مهارتونو مجموعه ده، لکه: تمرکز، پوهېدا او اجرايي تمرکز، یعني پلان جوړول او پرېکړه کول.

په توجه جلبوونکې ژبه موږ کولای شو سمه ښوونه وکړو. ساینس پوهانو ثابته کړې چي په نرمه لهجه ماشومانو ته خبري کول، هغوی درس ویلو ته تشویقوي.

تاسي د توجه جلبولو تمرین څنګه کوئ؟ آیا د موسیقي په مرسته د ماشومانو توجه جلبوئ او که کومه بله لار په کار اچوئ؟

۲- هر ماشوم ته باید بېله بېله توجه وکړل شي!

د ماشومانو له پاره لومړی ټولنیز مهارت بشپړه توجه ده، یعني د څو دماغونو داسي یو ځای کېدل چي د یو شي په اړه په ګډه تمرکز وکړي، خو نن ورځ په ډېر څه دغه ډول کړني نه تر سره کېږي، بلکي برعکس زموږ فکرونه او دماغونه پاشلي او هم مهاله د ګڼو موضوعاتو په اړه په فکر کي ډوب دي. پر له پسې پاشلې توجه کېدای شي زموږ اړیکو ته سخت زیان ورسوي. د بېلګي په توګه: کله چي موږ د ډوډۍ یا بل مهم کار په جریان کي بل ته نیمه توجه کوو، نو په غیرمستقیم ډول هغوی ته ښيو چي ګواګي ستاسي تر خبرو زما وخت ډېر مهم دی. همدغه کار د اړیکو د ماتولو یو لامل دی.

۳- موږ باید ماشومان هم مهاله د څو کارونو له کولو څخه راوګرځوو!

هم مهاله زیات کارونه کول، په ډېرو ځایونو کي د ساعت تېري په سترګه ورته کتل کېږي. د یادولو وړ ده چي له دغه کړني څخه ماشومان هم استثناء نه دي. ۶۰ سلنه هغه ماشومان چي عمرونه ئې د ۸ او ۱۸ کلونو تر منځ دي، کله چي کورني کارونه کوي، په عین حال کي په ګڼو کارونه اخته وي. دغه کار نه یوازي دوی له کورنيو کارونو ایستلي، بلکي فکرونه ئې ورپاشلي وي.

دغه ستونزه چي څومره عادي ښکاري، حلول ئې هومره آسانه نه دي. د کارونو تر منځ تفکیک او انتخاب ډېر وخت او فکر غواړي.

له همدې امله په کار ده چي ماشومانو ته له ماشومتوب دغه روحیه ورکړل شي او په همدې کار اموخته کړل شي، ترڅو په راتلونکي کي له دغي ستري ستونزي څخه بې غمه وي.

۴- ماشومانو ته باید سم خوراک انتخاب کړو!

د یو متمرکز ماشوم د روزلو له پاره یو بل مهم کار د هغه سمه تغذیه ده.

په نړۍ کي ۴۰ سلنه ماشومان د بازار خوراک کوي. دغه فیصدي له ۱۹۹۰م کال څخه ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. که ئې مخه و نه نیول شي، ممکن په راتلونکو کلونو کي نوره هم زیاته شي.

بازاري خوراکونه د ماشومانو له پاره څومره چي اړتیا ده، هومره انرژي نه لري. له همدې امله په کار ده ماشومان له بازاري خوراکونو څخه منع کړو، تر څو صحتمند واوسي او یو متمرکز کوچنی ځني جوړ شي.



ماشومان متمرکز،ماشوم معلوماتي
t