په بدن کي د ویټامین B1 کموالی او پر بدن یې منفي تاثیرات

په بدن کي د ویټامین B1 کموالی او پر بدن یې منفي تاثیرات

د ویټامین B1 کموالی زیاتره د درېیمي نړۍ هیوادونو او فقر ځپلو هیوادونو په خلکو کي تر سترګو کېږي.

د دې ویټامین کموالی د بدن پر سلامتۍ بد اغېز کوي او د دې تر څنګ په بدن کي د ویټامین B1 کموالی ډېر علایم لري چي په دې ډول دي:

د اشتها کموالی: د څېړونکو په باور، د دې ویټامین یوه مهمه دنده د لوږي او مړېدو احساس تنظیم دی، چي د دې ویټامین په کمښت سره د اشتها کموالی رامنځ ته کېږي.

خستګي: ویټامین B1 په بدن کي د غذا په مصرف او انرژي کي حیاتي رول لري چي کموالی یې د خستګۍ سبب کېږي.

د لاسونو او پښو مېږي – مېږي کېدل، هغه عصبي ریشتې چي د مغز او شوکي نخاع څخه خارجېږي، د بدن نهایاتو یا لاس او پښتو ته په رسېدو د دې لپاره چي خپله وظیفه په سمه توګه ترسره کړي د دې ویټامین د کمبود له کبله ضرر ویني او د پارستیزي سبب کېږي.

د دې ویټامین کمښت د عضلاتو د ضعیفوالي او د سترګو د دید د کمزورۍ سبب کېږي.

د ویټامین B1 کمښت په بدن کي د زړه د ضربان د سرعت د کموالي، د نفس تنګۍ او په ماشومانو کي د تهوع د حالت سبب کېږي.

د ویټامین B1 منابع:

غوښه، د غوايي د ځیګر غوښه، سره لوبیا، عدس، مارچوبه، ماهیان، هګۍ، وچه مېوه.

ژباړه: عایشه عزیزي


روغتيا ليکنه معلوماتي
t