انګلستان بلاسټ سیالي؛ مجیب الرحمن دې لومړۍ لوبه وګټله

انګلستان بلاسټ سیالي؛ مجیب الرحمن دې لومړۍ لوبه وګټله

دا لوبې پرون پیل شوې چې لومړۍ لوبه د مجیب الرحمن ځدران دې لوبډلې کړې او له اي سېکس یې ګټلې ده.

اي سېکس لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ریان ټېن ډېس کټی ۷۴ منډو په مرسته ۱۶۴ منډې وکړې.

مجیب الرحمن ۴ اورونه وکړل او ۲۴ منډې یې ورکړې، کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

ورپسې د مجیب دې ټیم ښه بیټینګ وکړ، مېډل سېکس لوبډلې دا هدف په اوولسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د ای بي ډیویلیئرس د ۸۸ ناسوځېدلو منډو پر مټ پوره کړ او اي سېکس لوبډلې ته يې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

ددې لوبې غوره لوبغاړی ډيویليرس ونومول شو.

نوموړي په ۴۳ توپونو د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۸۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

باید یاده شي چې پرون درې لوبې وشوې، په دوهمه لوبه کې وارسېسټرشایر لوبډلې نټېنګ همشایر لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه او دریمه لوبه کې بیا سمرسېټ لوبډلې ګلامورګن لوبډلې ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

نن هم ۷ لوبې شته چې ترسره به شي.

۷ واړه لوبې د افغانستان پر وخت ماخستن پاو کم لس بجې پېلېږي او ۷ واړه لوبې په مختلفو مېدانونو ترسره کېږي.


لوبې نړۍ، ورزش
t