کوز کونړ: ۴۳څاه ګانې جوړې او ۶۷ تر کار لاندې دي

کوز کونړ: ۴۳څاه ګانې جوړې او ۶۷ تر کار لاندې دي

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۳ څاه ګانې جوړې او ۶۷ نورې تر کار لاندې دي .

دا څاه ګانې د امریکا متحده ایالاتو د IMC پروګرام له لورې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې سره په همغږۍ جوړیږي.

د ننګرهار د رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې په هرې څاه جوړولو شاوخوا اویا زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د درې میلیونه او لس زره افغانیو په لګښت ۴۳ جوړي شوي او د څلور میلیونه شپږ سوه نوي زره افغانیو په لګښت ۶۷ نورې څاه ګانې تر کار لاندي دي .

د ننګرهار ولایت په یو شمیر سیمو کې پاکو او منظمو اوبو ته نه لاسرسی یوه ستونزه یادیږي چې دا ډول څاه ګانې ایستل به خلکو سره مرسته وکړي، څو له پاکو اوبو خپلې اړتیاوې پوره کړي.

 


کوزکونړ، څاه ګانو ایستل
t