جلال اباد: د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت یو شمیر پروژې بشپړیږي

جلال اباد: د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت یو شمیر پروژې بشپړیږي

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ دووسرکې په ګډون تر درونټې سیمې پورې ګڼ شمیر پروژې بشپړیږي .

دا خبرې د جلال اباد سرپرست ښاروال روح الامین حسن کړي.

ده ویلي؛ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې تر را رسیدو وړاندې به د اسد تر پنځه ویشتمې نیټې پورې د سره رود دوو سرکې څلور لارې د جوړولو چارې بشپړي شي.

د ښاغلي حسن په وینا؛

«تر یادې مودې پورې به د سره رود دوو سرکې سیمې څخه تر سرخ اب پورې د سړکونو په منځ کې ځآنګړي ګروپونه نصب کړي، ګلدانونه به رنګ کړي،په څلور لارې کې به ځآنګړی څلی جوړ کړي.»

هغه زیاتوي؛ شاوخوا دوه نیم کیلو متره نوی سړک به له ګلدانونو، ترافیکي اشارو او نورو ملحقاتو سره ورغوي، چې په ټولیز ډول به پرې شاوخوا څلوېښت میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

ښاروالی ویلي، د سره رود دوه سرکې څلور لارې پخوا په یو جریب سیمه کې جوړه شوې وه،چې اوس به په شاوخوا ۹بسوې ځمکه کې جوړ او پاتې به د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه سړکونو ته په واک کې ورکړي.

که څه هم په وروستیو کې په جلال اباد کې د ځینو مشهورو ځایونو په بیا جوړولو ځینو کتونکو نیوکې وکړې، خو د جلال اباد ښاروال وايي چې چوکونه او ځیني مهم ځایونه په اساسي ډول جوړوي، چې ځیني ترافیکي سیستمونه او د ښار ښکلا هم په پام کې نیول شوې.

 


جلال اباد، پروژې
t