هغه کړني چي ستاسو د ډېر احترام سبب کېږي

هغه کړني چي ستاسو د ډېر احترام سبب کېږي

احترام خپله نه پیدا کېږي، بلکي لاسته راوړونکی دی، نو د دې لپاره لازمه ده چي د خلکو سره مناسب رفتار وکړئ، تر څو ستاسو احترام وکړي، د دې کار لپاره ځیني لارښووني په دې ډول دي:

مهربانه، اخلاقي او باادبه واوسئ، همېشه چي د یو چا سره په ورځ کي مخ کېږی که مو خپل وي، یا بېګانه یو ډول او په مهربانۍ او نزاکت چلند وکړئ.

ښه اورېدونکي واوسئ: د نورو خبري اورېدل دا معنا لري چي تاسي خپل افکار او عقیدې مو له ذهنه باسئ او څه چي نور غواړي تاسو ته انتقال کړي هغه ته غوږ نیسئ چي په دې کار سره مو هغوی ته د ارزښت احساس ورکوئ او خپله هم هغوی ته ارزښت پیدا کوئ.

ګټه رسوونکي واوسئ: همېشه هغه خلک چي د نورو سره د کومک په لټه کي وي او مرسته ورسره کوي د ډېر احترام درلودونکي وي.

غوصه او ناآرامي مو بغیر له تاسو څخه بل چا ته زیان نه رسوي، همېشه په ژوند کي د بخښني او په زړه کي د کینې نه ساتلو مهارت ولرئ.

تکبر مه کوئ: د خلکو سره عادي چلند وکړئ، د تکبر له کبله مو کېدای سي تاسي احساس وکړئ چي خلک مو احترام کوي، خو هغوی ستاسو څخه فاصله نیسي، ځکه تاسي هغوی ته د بې احترامۍ احساس ورکوئ او په مقابل کي یې احترام نسئ ترلاسه کولای.

ژباړه: عایشه عزیزي


ليکني او ژباړي معلوماتي
t