سوناکشي د کورني روغتون په نوم فلم جوړوي

سوناکشي د کورني روغتون په نوم فلم جوړوي

د هندي سېنما نوموتې او ښکلې سېنمايي ستورې سوناکشي سینها د (خانداني شفخانه) یا کورني روغتون په نوم فلم جوړوي. یاد فلم د جنسي مسایلو او ستونزو په اړه دي،‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ چي خلک په کښي په ازاد ډول خپل جنسي ستونزي شریکوي. خلک د جنسي مسایلو په اړه ډېر وخت بي پروا وي او یا هم د شرم په خاطر خپل ستونزي له نورو او یا صحي کارکونکو سره نه شریکوي، چي ډېر وختونه بیا شخص ته ډېر زیان رسوي.

سوناکشي سینها د فلم په اړه رسنیو ته ویلي دي چي د (کورني روغتون) په نوم د فلم جوړولو څخه یي هدف دا دی چي خلک دې ته تشویق کړو، ترڅو خلک خپل جنسي مسایل او ستونزي په ازاد ډول شریکي کړي.

سوناکشي رسنیو سره خبرو کي ویلي دي:(( سکس یو مهم او عام مضمون دی او په اړه یې بحث اړین دی. سوناکشي له ټولو ښځینه ‌وو او نارینه‌ وو غوښتنه کړې ده، چي د جنسي مسایلو په اړه له بحث کولو ونه شرمېږي.))

د سوناکشي کورنۍ روغتون په نوم فلم

سوناکشي زیاته کړې:(( تمه لرم چي د (کورني روغتون) فلم به خلک وهڅوي چي د جنسي مسایلو په اړه په ازاد ډول وغږېږي او ډاډ يي ورکړي چي دا فلم به خلک په فکر کولو او خبرو کولو مجبور کړي. وايي په اول کي حیرانه سوه، چي ولي باید په یاد فلم کي ولوبېږي، خو کله یي چي پوره کیسه واورېده، نو غوره يي وګڼله چي په دې اړینه موضوع فلم جوړ کړي.))

په دې فلم کي سوناکشي د خپل کاکا په روغتون کي د جنسي ناروغیو د معالجې په توګه کار کوي او د کاکا له مړینې وروسته د شفاخانې مشري پر غاړه اخلي او ویل کېږي چي دا فلم د را روانې اګسټ میاشتې په ۲یمه ریلیز سي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t