تور رنګ د قدرت، آرامتیا،رسمیت، خپګان، بد ګمانۍ، حفاظت شر، تهدید او راز نښه ده.
تور رنګ ټول نوري طیفونه په ځان کي جذب کوي او په ژوند کي د قدرتمندۍ تاثیر لري چي د ژوند په سختو حالاتو کي هم مل وي.
تور رنګ د خپګان سره اړیکه لري چي انسان نا امیده او د ژوند د خوښیو څخه لیري کوي.
د تور رنګ څخه په جامو کي د انسان د وزن د لږ معلومولو لپاره هم استفاده کیږي او ددې تر څنک د سحر او جادو سره اړیکه لري.
د تور رنګ خوښونکو اشخاصو خصوصیات
په خپل شاوخوا کي د ضرر رسونکو شیانو څخه د ځان ساتنه کوي.
د ځان جذابه ښکاره کولو لپاره د تور رنګ جامو څخه استفاده کوي.
د ژوند په داسي حالت کي دي چي نه غواړي ځان ته خوشحالي ورکړي.
د بیري له کبله خپل احساسات پټ ساتي .
د کارونو په ترسره کولو کي ډیر منظم دي.
ژباړه: عایشه عزیزي